خاماپریس:په افغانستان کي دامریکا پخواني سفیراودافغانستان دسیاست په ډګرکي سیاسی څیره زلمي خلیلزاداوس خپلي سیاسی هلي ځلي په داسې حال کي ډیري کړی دي،چي ګواکي نوموړۍ به دافغانستان دجمهوری ریاست په راتلونکو اتنخاباتو کي کاندیدکس وی.درپوټونو له مخي نوموړۍ په افغانستان کي دسیاسي څیرو،قومي مشرانو،او مشهورو نام وتو کسانوسره په خبرو اترو بوخت دئ.
دخبری سرچیني په حواله خلیلزاد غواړی دسیاسی ډلو ټپلو سره دخبرو پرمهال د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته دافغانستان په راتلونکو انتخاباتو باندي خبري وکړی او دامکان په صورت کي دجمهوری ریا ست چوکي ته ځان کاندید کړی.
خلیلزاد غواړي د هیوادمحلي ځایی سیاسي مشرانو سره یوه ګډه متحده جبهه جوړه کړی.
که څه هم احتمال شته چي دحامدکرزی ورور قیوم کرزی به دجمهوری ریاست په راتلونکو انتخاباتو کي لمړۍ کاندید کس وی ،خوخلیلزادهم غواړي چي پخپله دغه چوکې ته ځآن کاندیدکړی او دبریالیتوب نه وروسته دافغانسنان دراتلونکي په هکله د ۲۰۱۴ کال نه وروسته دخپلو پلانونو داجرآکولو او پلي کولوچاري ګړندی کړی.