کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي۷میلیونه خلک دلوږې سره مخامخ دي

په افغانستان کي۷میلیونه خلک دلوږې سره مخامخ دي

دخوړونړیوال سازمان پخپل یوه رپوټ کي ويلې ،چي څه باندې د۷ میلیونو افغانانو له ډلې څخه یوازي له دوومیلیونو کسانو سره به دخوړودتوکومرسته وشي ،اودغه مرستې به ترډېره حده دهغو کورنیو سره وشي، چې دخوړو خوندیتوب نه لري.
دوی وایی چي دخوړو دچمتو کولو لپاره ۱۴۵میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې تراوسه پوري یوازې (۶۰۰) زره ډالرترلاسه شو یدي.
دخوراک نړیوال سازمان وايي،په افغانستان کې تر۷ میلیونه ډېرکسان شته،چي دخوړوخوندیتوب نه لري اودلوږې دبحران سره لاس اوګریوان دي.دغه سازمان وايي،چي زیاتره داړتیاوړداډول کسان ښځې او ماشومان دي،چې خوراکي مرستو ته اړدي.دوی وایی،چي مرستندویه هېوادونو وروسره ژمنه کړې،چې دغه پېسې به ورکړي.
د خوړو نړیوال سازمان په نړیواله کچه له لوږې سره دمبارزې لوی سازمان دی.
دغه سازمان هر کال دنړۍ په نژدې ۷۰ هېوادونو کې له څه باندې ۹۰ میلیونو کسانو سره مرسته کوي. دغه سازمان له ۱۹۶۳ راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.