کور / تازه خبرونه / افغان تنکيو هنرمندانو د امريکا هنري سفر بشپړ کړ

افغان تنکيو هنرمندانو د امريکا هنري سفر بشپړ کړ

دافغانستان موسیقي دملي انسیتیوت تنکي ځوان زده کونکي و امریکا ته درسمې سفر پرمهال دامریکادستروښارونوپه تالارونو(واشنګټن،نیویارک) کي دبریالي کنسرت ورکولو څخه وروسته نن ټوله مکمل خپل هیواد ته راغلل .
دغه دهنرراتلونکې ځوانوڅیروپه امریکا کي دافغاني اصلې او محلي موسیقي د ساز او اوازدننداري په بڼه ښکلي کنسرت دامریکا خلکو ته وړاندي کړي، چي دامریکادخلکواودامریکا دلوړپوړوچارواکود خوښې اوهرکلي سره مخا مخ شو .
دافغانستان دملي موسیقی انسیتیوت رئیس ناصرسرمست وویل ،چي دوی ددغو زده کونکو په مټ وکولای شول دافغانستان دخلکودسولي پیغام دامریکا خلکو ته ورسوی او ددي کنسرت په ورکولو سره دغوځوانوڅیرودافغانستان دخلکواودنوی ځوان نسل کرکه او نفرت دجګړی څخه بیان کړي.
هغه زیاته کړه چي ددي موسیقي دانسیتیوت( ۶۰)تنه ځوانانو په امریکا کي په زړه پوړي کنسرت ورکړی.دوی دموسیقي په اجراکولوسره ټولوامریکایانوته دغه پیغام په ډاګه کړي ،چي دافغانستان خلک نور جنګ نه غواړي اودجګړۍ څخه کرکه لری .
داکترناصرسرمست زیاته کړه چي دا دډیری خوشالي ځای دی ،چي ټوله (۶۲ )تنه پوره بیله کومي ستونځې نه خپل هیواد ته را ستانه سول . په داسي حال کي چي په تیروکلنوکي دسپورتي لوبو ډیر افغان لوبغاړي بهرته دتلونه وروسته بیرته خپل هیوادته نه ستنیدل.
د افغان ملی انسیتیوت زده کونکو په امریکا کي «۱۵ »ورځې تیری کړلي او دامریکا دلوړ پوړوچارواکو په ګډون دوی په سپیڼې ماڼې،دبهرنیوچارو وزارت، دامریکا کانګرس اودنړیوال بانک په تالارونوکي په زړه پوري دافغان موسیقي کنسرتونه اجرا کړل.
دامریکا ولسمشربارک او باما په ډیري منني سره دافغان ملې انسییتوت ځوانانو ته مبارکی وویله اودهغوی درناوی او ستاینه یی وکړه.
دافغانستان دملي انسیتیوت ټول ټال (۶۲ز)ده کونکي دخپلواستادانو په شمول نن کابل ته را ورسیدل.