کور / تازه خبرونه / په هرات کي ۳۵ تنه وسله وال طالبان دسولي دپروسي سره یو ځای شول

په هرات کي ۳۵ تنه وسله وال طالبان دسولي دپروسي سره یو ځای شول

هرات: دهرات ولایت څخه یوخبر وایې،چي ۳۵ تنه وسله وال طالبان د هرات ولایت د امنیه قوماندني په انګړ کي د سولې او روغي جوړی دپروسي سره یوځای شول.
دهرات د امنیه قوماندان رحمت الله صافي نن دخبریالانو په یوه ناسته کي وویل ،چي دغه وسله وال طالبان دهرات ولایت دشنډند او اوبي ولسوالیو کي میشت وو.دوی نن ددولت دسولي او روغي جوړي دلړۍ سره یو ځای شول اوخپلي سلاوي او نوري جنګې وسلې يی پرځمکه کښیښولي.