کور / تازه خبرونه / د پولیټیکل اېجنټ پر دفتر بريد شوى

د پولیټیکل اېجنټ پر دفتر بريد شوى

پېښور: په پېښور کې د خېبرايجنسۍ د پولیټیکل اېجنټ مطهرزيب پر دفتر بريد شوى لومړی پر باړه سړک ډزې وشوې او تر هغې وروسته یوه وړه چاودنه وشوه.تر وړې چاودنې وروسته یوه بله لویه چاودنه هم شوې ده.سیمې ته امنیتي سرتېري او مرستندویه کار کوونکي رسېدلي ټبيان د پېښور روغتونونو ته ليږدول شوي د روغتیايي چارواکو له خولې ويل شوي ، په دې پېښه کې ١٠ تنه وژل شوي او اته ټپيان تر اوسه روغتون ته رسول شوي دي.ويل کيږي چې د خېبرايجنسۍ د پولیټیکل اېجنټ په دفترکې بنديانو د تښتتي کوښښ کاوه چې د امنيتي ځواکونواو وسله والو تر منځ ډزې پيل شوي په دې مهال چاودنه هم شوه په دې مهال د بنديانو د دوسيو د څيړولو لپاره جرگه هم پيل شوې وه