کور / تازه خبرونه / دحمزه با با ١٩ م تلين و نمانځل شو

دحمزه با با ١٩ م تلين و نمانځل شو

پېښور:په پیښور کې د پښتو ژبې دنامتو شاعر او “د غزل دبابا ” حمزه شينواري د مړينې د ١٩ م تلين و نمانځل شو چې پکې د پښتوادیبانو او څيړونکو د حمزه بابا ژوند او د هغه په کار رڼا واچوله او پښتو ادب ته د حمزه بابا په خدمتونو يي ورته پیرزونه وړاندې کړې. د حمزه بابا د کال نمانځلو دستوره پیښور پریس کلب کې وشوه چې په کې په گڼه شمیره کې د قبائیلي او نورو سیمو ادیبانو او د پښتو ادب مینه والو برخه واخستله. څيړونکو د حمزه بابا د کلام په مختلفو اړخونو رڼا واچوله. د دوې وینا وه چې که حمزه بابا یو خوا د پښتو او د پښتون قام په مینه مین او مست مشر وو نو بل خوا د هغه په شاعرۍ کې د تصوف رنگ هم موجود وو او هغه پښتون قام ته د بیدارۍ پیغام هم ورکړی دی. حمزه بابا ته د عقيدت وړاندې کولو دستورې ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل حمزه بابا د پښتنو په باباگانو کې لوړ مقام لري. هغه وویل چې د پښتنو په سیمو کې چې کوم حالات موجود دي ددې په رڼا کې لیکوالان باید د بابا کلام خورولو کې کردار ادا کړي.