تيره شپه د کندهار ولايت په خاکريز ولسوالي کي د ماين چاودني ۲ تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولي .
ددي ولسوالي ولسوال حاجي محمد یوسف وايی چي چاودنه د ناصرانو په سیمه کي هغه وخت د ملکي خلګو پر موټر سيکل وسوه کله چي يو نارينه ، يوه ښځه او يو کوچني پر موټر سيکل سپاره وه چي د شاه مقصود اغا له مقبري څخه د کلي پر لور روان وه .
په خبره يي چي په پيښه کي موټر سيکل چلوونکي وژل سوي ، يوه ميرمن ټپي سوي او کوچني تري روغ وتلي دي .
هغه دا کار د وسله والو مخالفينو یاد کړ .
خو وسله والو طالبانو تر اوسه ددي پيښي په اړه څه ندي ويلي .