کور / تازه خبرونه / کندهار: خبریالانو د روغتون سره د ویني مرسته وکړه

کندهار: خبریالانو د روغتون سره د ویني مرسته وکړه

د کندهار خبريالانو لس زره سي سۍ وينه اهداء کړه
لسګونه کندهار ميشتو خبريالانو نن شنبه ددې ولايت په ميرويس روغتون کي د جګړو له قربانيانو او په تلسميا له اخته ناروغانو سره د مرستي په موخه لس زره سي سۍ وينه ورکړه.
دغه پروګرام چي د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو مرکز په نوښت جوړ سوى و پکښي د مطبوعاتو دفتر د ټولو کارکوونکو، د کندهار د محلي رسنيو مشرانو او غړو او په دغه ولايت کي د ملي او نړيوالو رسنيو استازو هم برخه اخستې وه.
د ويني ورکولو د ياد سوي پروګرام هدف دې کار ته د نورو عادي افغانانو هڅونه او د سويلي ولايتونو د جنګي پيښو او ماين چاودنو له قربانيانو او اړمنو سره د ويني مرسته کول و
د کندهار والي وياند او د مطبوعاتو سره د اړيکو او معلوماتو د مرکز مشر جاويد فيصل وويل له دې ډول پروګرامونو څخه موخه د عامو خلکو د پوهاوي لوړول او د هغو ناروغانو چي بې وسه او ناداده دي ملاتړ کول دي.
هغه زياته کړه چي په دې ډول به له يوې خوا له ناروغانو سره مرسته سوې وې او له بلي خوا به د خير ښې ګڼي کلتور يو ځل بيا په خلکو او ټولنه کي راژوندى سوي وي.
په کندهار کي د ن فضلي پروډکشن مشر احمد شاه سايل وويل خوښ دى چي نن د خپلو هيوادوالو سره د مرستي په خاطر خپله وينه ورکوي او له هغوى سره کومک کوي.
نوموړي زياته کړه غواړي له دې ځايه هغو کسانو ته چي تل يې د بې ګناه افغانانو ويني توى کړي پيغام ورکړي او ورته ووايي چي: زموږ او ستاسي ترمنځ فرق دادى چي تاسي د خلکو وينه تويوي او بشر ته زيان رسوى ولي ددې پر خلاف موږ بيا وينه اهداء کوو او د بشريت د ژغوني لپاره ګامونه پورته کوو.