کور / تازه خبرونه / د کابل کندهار لويه لار د مسافرو په وړاندي پرانستل سوه

د کابل کندهار لويه لار د مسافرو په وړاندي پرانستل سوه

په ميدان وردګو ولايت کې د لاريون له امله تړل شوې د کابل کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
وروسته له دې چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د مارخانې خوړ په سیمه کې د یوه تن نصرت الله چې د ميدان وردګو د مرکز میدان ښار دابراهیم خیلو د سیمې اصلي استوګن و، وژل شوی جسد وموندل شو، ددغه سیمې اوسیدونکو داعتراض په ډول په میدان وردګو ولایت کې دکابل ـ کندهار لویه لاره دترافیکو پرمخ وتړله .
یاده تړل شوي لاره هغه مهال دترافیکو پرمخ پرانستل شوه،کله چې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي دیادې موضوع دحل په موخه دامنیتي ارګانونو په ګډون دلاریون کوونکو سره ناسته ترسره کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې دیادې موضوع په اړه به جدي ځیړنې وکړي.
د میدان وردګو والي ددې ولایت د امنیتی ارګانونو څخه یو ګډ کمیسون جوړ او دنده یې ورته وسپارله ،چې یاده موضوع په جدي ډول وڅیړي .
د يوه بل خبرله مخې د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې څلورو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
دغه وسله وال طالبان ورورسته له هغې دايتلافي ځواکونو دهوايي بريد لاندې راغلل،کله چې دوی دچک ولسوالۍ په منډوخيل او نورخيلو سيمه کې له يوميل پيکا او درې ميله کلاشينکوفونو سره ليدل شوي و،چې دبريد په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوی او درې نورټپيان دي ،ټپيان شوي وسله وال طالبان دچک ولسوالۍ په سيبک روغتون کې تر درملنې لاندي دي .
ديوبل خبر له مخې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې دميدان ښار په ملاخيل،قلعه فيضو،تيبه او مامکي سيموکې ديولړعملياتو په ترڅ کې دحبيب الله له کورڅخه يوميل کلاشينکوف،يوه تفنګچه،يوه برچه،يوه ايکم مخابره،درې لاسي بمونه،يوعدد شاژور له مرميوډک او شل کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي .
په همدې حال کې دامنيتي ځواکونو له لورې په ياده سيمه کې له سل اړو کورنيوسره دبېلابېلو ژمنيو او نورو توکو، چې په کې کمپلې،خيمې،منقلونه،چپلکې،نارينه،زنانه اوماشومانولباسونه،راډيوګاڼې،قرطاسيه او دلوبو وسايل دي مرسته وکړه .