کور / تازه خبرونه / هلمند : تړل سوى ښوونځى بېرته پرانستل سو

هلمند : تړل سوى ښوونځى بېرته پرانستل سو

ياد ښوونځى چي د ابوالفتح بستي په نامه يادېږي څه موده وړاندي د وسله والو له لوري سوځول سوى وو او اوس بېرته پرانستل سو .
چارواکي وايي چي په دې ښوونځي سلونه زده کوونکي چي نارينه او ښځينه دواړه دي زده کړه کوي .
________________________________________
که څه هم چي د دې ولايت امنيتي چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو وسله وال طالبان تل دا ډول تورونه ردوي او څه موده مخکي ئې د يوې خبرپاڼي په وسيله ټولو په ټولو ښوونځيو کي د زده کړي اجازه کړې وه او تر دې مخکي تورونه ئې يوازي او يوازي د حکومت تبليغات بللي ول .