مردان د خیبر پښتونخوا په مردان کې د اعلى وزیر امیر حیدر هوتي د کاروان تر تېرېدو وروسته ځانمرګی برید شوی دی. پېښه د عبدالولي خان له پوهنتون سره نېږدې هغه وخت وشوه چې د اعلى وزیر کاروان تېر شوې وو.تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې دوی ځانمرګی وواژه خو د مردان ډیپټي کمېشنر عطا الله وویل، ځانمرګی برید شوی دی. د عوامي نیشنل ګوند ویاند زاهد خان وویل چې اعلى وزیر امیر حیدر خان هوتي یوه پروګرام ته روان وو چې دا پېښه وشوه.په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.