کور / هراړخیز / په افغانستان کې د کرکټ تر لوبغاړو کرکټ پوهان زیات دي

په افغانستان کې د کرکټ تر لوبغاړو کرکټ پوهان زیات دي

زه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبې له  تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهسې په دقت او دوامداره توګه څارم . په دې کې درې خبرې دي . لومړی دا چې د ژورنالسټ په توګه مي  د مشال راډیو د اورېدونکو لپاره دا کار کړی دی . دویمه دا چې زه په خپله د کرکټ د لوبې مینه وال یم . او دریمه دا چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یوازې د هغو افغانانو لپاره د ویاړ او خوشالۍ  وسیله نه ده چې د ډیورنډ د کرښې په پورته خوا کې ژوند کوي بلکې دا د کوزې پښتونخوا د پښتنو تر څنګ د هغو ټولو پښتنو افغانانو لپاره د فخر وړ ده چې د نړۍ  په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي . که یې څوک د ځان نه بولي او یا یې په بریا خوشاله کیږي نه او په ماتې یې خفه کیږي نه نو په هغوي کې بیا زما په اند یو څه چل شته . په کار ده چې د ځان غم وخوري .
له ملي لوبډلې د ولس هیلي
په دې کې خو څه شک نشته چې زموږ  ولس د لسیزو جګړو ځپلی دی  او د دې تاوتریخوالي د هېرولو لپاره ډېرو خوشالیو ته اړتیا لري .  هم دا لامل دی چې نه یوازې د کرکټ بلکې د فټ بال او نورو لوبو لوبغاړو ته بېخي زیاته مینه ورکوي . لوبغاړو ته مینه ورکول د هغوي ډاډګیرنه کوي خو له لوبغاړو څخه د هغوی تر سویه او اسانتیاوو زیاتې هیلي درلودل نه یوازې په خپله د ولس لپاره د ناهیلۍ سبب ګرځي بلکې د لوبغاړو پر حوصله او لوبه هم ناوړه اغېزه کوي .
ټول ولس حق لري چې د خپلې مینې په کچه پر ملي لوبغاړو نیوکې هم وکړي . خو زما په نظر دا نیوکې باید ښې سنجولې او پر ځای وي .
په دې باید څوک خفه نه شي چې په موږ کې هم  بلا ډېرې ستونزې شته . په موږ کې داسې خلک بیخي لږ دي چې پر هغه څه خپله رایه نه ورکوي په کوم څه کې چې پوهه نه لري . فېس بوک خو که یو پلو د لراوبر افغان ولس یو بل ته د نژدې کولو په لړ کې  بیخي زیاته مرسته وکړه نو بل پلو یې دې ته هم لاره هواره کړه چې هر سړی پر هر څه داسې نظر ورکولای شي چې هغه رایه لږ او بد ویل زیات وي .
په یوه موضوع د ځان تر پوهولو وړاندې داسې رایه ورکوي لکه چې په مودو مودو یې څېړنه ورباندې کړې وي . هم داسې حال د افغانستان د کرکټ هم دی . د لوبې تر ورځ وړاندې ، د لوبې په ورځ او تر لوبه وروسته داسې تبصرې رواني وي چې ته به وايي خدای یې مه کړه افغان لوبغاړو هم د پاکستان د ځینو لوبغاړو غوندې لوبه په پېسو خرڅه کړېده .
دا د ټول ولس هیله ده چې د افغانستان ملي لوبډله په هر ډګر کې بریالۍ وي . خو هر څه د ولس په خوښه او ناخوښه پورې نه دي تړلي . د دې لپاره  مځکني حقایقو ته هم کتل په کار دي . دا کتل دي چې د داسې لوبې لپاره څه ډول اسانتیاوو او وسایلو ته اړتیا ده د کومې غوښتنه چې ولس له خپلو لوبغاړو څخه کوي؟
ایا د نورو هیوادونو لوبغاړي چې په کومو شرایطو کې روزل کیږي او لوبه کوي ، افغان لوبغاړو ته د هغو وسایلو زمینه برابره ده او که نه؟
 او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال ډګر کې د کوم هیواد د لوبډلې سیاله ده او ولس ورڅخه د کومو هیوادونو د لوبډلو د سیالۍ هیله او ارزو لري؟ 
د دې لپاره لومړی په دې ځان پوهول دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د کرکټ لوبه کوونکو کومو هیوادونو په درجه کې ده  ؟
د کرکټ نړیواله شورا
د کرکټ د لوبې نړیواله شورا یا انټرنشنل کرکټ کونسل چې په لنډه توګه په (آی سي سي)  هم یادیږي تر اوس مهاله ۱۰۶ غړي هیوادونه لري . دا هیوادونه بیا پر درو برخو وېشل شوي دي . لکه بشپړ غړي هیوادونه ، اېسوسیېټ غړي هیوادونه او اپیلېټ غړي هیوادونه . د دې درو درجو تفصیل په لاندې ډول دی .


بشپړ غړي هیوادونه
د کرکټ د نړیوالې شورا لومړنۍ او تر ټولو مهمه درجه د بشپړ غړو هیوادونو ده . په دې درجه کې تر اوس مهاله د نړۍ د لسو هیوادونو لوبډلې شاملي دي . دا لوبډلې  په نړیواله توګه  د کرکټ په درې واړو لوبو کې د برخې حق لري . لکه ټسټ ، یو ورځنی او شل اوریز کرکټ . دا لس لوبډلې د کرکټ په پنځوس اوریز او شل اوریز نړیوال کپ کې د برخې لپاره د غوراوي  پړاو ته اړتیا نه لري .
د کرکټ د نړیوالې شورا د مکمل غړیتوب لرونکو هیوادونو نومونه او بېرغونه په دې لاندیني  جدول کې لیدلای شی .



اېسوسېټ غړي هیوادونه
اېسوسېټ غړیتوب  د کرکټ د نړیوالې شورا دویمه درجه ده . په دې درجه کې هغه هیوادونه شامل دي چې د کرکټ د نړیوالې شورابشپړ غړیتوب نه لري خوله دې ادارې  سره ثبت دي او د کرکټ لوبه په کې په منظمه یا له اصولو سره سمه تر سره کیږي .  د کرکټ نړیواله شورا دا مهال شپږ دېرش اېسوسېټ غړي هیوادونه لري .
د کرکټ  د نړیوالې شورا د اېسوسېټ غړو په نوملړ کې چې کوم هیوادونه شامل دي د هغوی نومونه او بېرغونه په لاندې جدول کې ښودل شوي دي . 




اپیلیېټ غړي هیوادونه
اپیلیېټ غړیتوب د کرکټ د نړیوالې شورا په درو رسمي درجو کې کمزورې او وروستۍ درجه ده . په دې درجه کې د کرکټ لوبه لرونکي د نړۍ هغه هیوادونه شامل دي چې  د کرکټ له نړیوالې شورا سره ثبت دي خو په کورنۍ توګه یې د کرکټ د لوبې معیار د کرکټ د نړیوالې شورا له اصولي چوکاټ سره سم نه دی . یانې دا هغه هیوادونه دي چې د کرکټ منل شوي اصول نه په کې عملي کیږي . په دې درجه کې  شپېته هیوادونه  شامل دي .
د کرکټ د نړیوالې شورا  اپیلېټ غړیتوب لرونکي هیوادونه له خپلو نومونو او بېرغونو سره په دې لاندیني جدول کې وینی .




د افغانستان رسمي درجه
تاسو ته به له پورته ورکړل شوو مالوماتو څرګنده  شوې وي چې د کرکټ د نړیوالې شورا په رسمي وېش کې افغانستان په دریمه درجه هیوادونو کې دی . یانې تر اوسه د کرکټ نړیوال ډګر ته د ختلو پر لومړۍ زینه ولاړ دی . تاسو هغه شپېته هیوادونه پرېږدی چې له افغانستان سره په یوه درجه کې دي بلکې د افغانستان تر درجه ور وړاندې د اېسوسېټ درجې په شپږ دېرش هیوادونو کې وګوری چې د څو هیوادونو مو یوازې نومونه اورېدلي دي  لوبه لیدل خو پرېږده . د بېلګې په توګه چیک جمهوریت او افغانستان  په یوه درجه کې دي خو دلته د چیک جمهوریت  په پلازمېنه پراګ کې د کرکټ لوبه څوک پېژني هم نه .  خو افغان لوبډلې د هیواد نوم او بېرغ په نړۍ کې ځلولی دی .
د افغان ملي لوبډلې لاس ته راوړنې
له افغانستان سره چې په یوه درجه کې کوم نهه پنځوس نور هیوادونه دي د هغوی به  د کرکټ په وسیله چا یوازې نوم نه وي اورېدلی خو د افغانستان تکړه ملي لوبډلې نه یوازې د اېسوسیېټ او اپیلیېټ درجې و تکړه لوبډلو ته په وار وار ماتې ورکړي دي بلکې دا ټولې یې تر شا پرېښې او دوه ځله د کرکټ د شلو اورونو نړیوال کپ ته وتلې ده او د افغانستان ملي بېرغ او ویاړلی نوم یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر میلیونونو میلیونونو خلکو رسولی دی .
د افغانستان ملي لوبډله په بیا بیا د نړۍ له بېلا بېلو هیوادونو له بریا سره په هسکه غاړه خپل هیواد ته ستنه شوې ده او په تش لاس او خالي جیب یې د ټولو افغانانو شونډو ته داسې موسکا راوړې ده چې قېمت یې څوک نه شي ټاکلای .  د پاکستان یوه پخواني لوبغاړي راته وویل چې په  پاکستانۍ لوبډله  کې شامل هر لوبغاړی د یوې میاشتې شاوخوا شل زره امریکايي ډالر ګټي . افغان لوبغاړي خو پرېږده ، ایا د افغانستان د کرکټ بورډ د ټول کال شل زره امریکايي ډالر لاس ته راوړي ؟



د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۲م کال د نړیوال شل اوریز کپ پر مهال خپل ملي سرود ته په احترام ولاړه ده


 
پر ملي لوبډله نیوکې
لکه څنګه چې مو وړاندې  وویل چې هر افغان چې خپلو ملي اتلانو ته څومره مینه ورکوي او څومره ورباندې ګران دي هم دومره یې په ماتې خفه کیږي او هم دومره د نیوکو کولو حق ورباندې لري . خو په کار ده چې له افغان لوبغاړو څخه یوازې هغه څه وغوښتل شي چې د دوی په وس کې وي او دا ورته ونه ویل شي چې یا مي په یوه شپه کې زوی را ملا کړی او یا د اسمان ستوري راته راوړی .
د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې چې کله په نړیوالو یو ورځنیو لوبو پیل وکړ نو لومړۍ ۳۳ لوبې  یې وبایللې او ۳۴مه لوبه یې وکټله او هغه هم له زمبابوې څخه .  افغانستان نه یوازې تر اوسه د اېسوسېټ او اپیلېټ لوبډلو ته په وار وار کلکې ماتې ورکړې دي بلکې د پاکستان ، اسټرالیا ، جنوبي افریقا او هند غوندې تجربه لرونکو لوبډلو په وړاندې یې د یوې سیالې لوبډلې غوندې لوبه کړېده .
د افغانستان تکړه بالر حمید حسن نه یوازې د انګلستان په کاونټي کرکټ کې لوبېدلی بلکې د د کرکټ د نړیوالې شورا په یو شمېر نمایشي لوبو کې یې هم برخه اخیستې ده. دا وخت د حمید حسن په ګډون د افغانستان څلور لوبغاړي لکه محمد نبي عیساخېل ، سمیع الله شنواری او شاپور ځدراڼ د بنګله دېش په پرېمیر لیګ کې لوبې کوي کوم چې د کرکټ په ډګر کې د افغانستان غوندې هیواد لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه ده.
د بنګله دېش په پرېمیر لیګ کې شریک افغان لوبغاړي په خاسه توګه محمد نبي او شاپور ځدراڼ تر اوسه د پام وړ لوبه کړېده. د دې امکان شته چې د هند په مشهور کورنۍ ټورنامنټ یا انډین پرېمیر لیګ کې هم واخیستل شي.
نو په لنډه دا چې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو تر خپل حثیت ، وسایلو او اسانتیاوو په څو چنده زیاتې لاس ته راوړنې درلودلې دي. زما په نظر خو په کار دا ده چې کار اهل کار ته وسپارل شي او ولس یوازې په هر حالت کې د افغان لوبغاړو ملاتړ وکړي . یانې که دوی لوبه ګټلې وي او که یې بایللې وي ، ولس باید د دوی ملاتړ وکړي او له دوی سره مینه وکړي. ځکه چې د لوبې پر مهال د افغان لوبغاړو له ولولې ښکاري چې هغوی د افغانستان او افغان ولس لپاره لوبه کوي. د افغان لوبغاړو زیار او ملي جذبې ته درناوی په کار دی.
 یادونه : د دې لیکنې ځینې مالومات ، جدول او تصویر د کرکټ د نړیوالې شورا له ویب پاڼې اخیستل شوی دی.