دبربنډو فلمونو خلاف غږ پورته کيدل ښه خبره ده او د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې اړينې دي داچې د تصوير مجله د پښتو فلمونو يواځنۍ مجله ده او ښاغلي رحمت ديوان يې د چاپ او خپورولو هوډ کړې نو دېوې کره او معياري مجلې پر درشل يې گام کېښود .
ما ددغې مجلې ټولې گڼې په ځيرولوستې که له يوې خوا په کې دپښتو،اردو ،او هندي فلمونوپه اړه معلومات شته نو له بلې خوا په کې دهغو پېښتو فلمونو پرخلاف غږپورته شوې چې د پښتنو د کلتوراو دود سره په ټکرکې دي چې داپه خپله د تصويرمجلې دبرياليتوب يوگام دى د پښتوځينو فلمونو ناسم تصوير هم وړاندې کوي چې مخنيوي يې اړين بريښي دا هم څرگنده خبر ه ده چې دپښتودناسمو يا د بربنډو فلمونوپر خلاف غږيوازې په همدغه مجله کې پورته کيداى شي.
په تصوير کې ځينو خواخوږو داغږپورته کړچې ډيرپښتو فلمونه په ناسمه لار روان دي بايد مخه يې ونيول شي بيا داغږ څوک اوري او که نه؟ نو بيله خبره ده د ناسموفلمونودمخنيوي لپاره بايد د خېبر پښتونخوا حکومت يو بورډ جوړکړي چې د پښتوفلمونو له جوړونکو سره اړيکي ونيسي او په دې پوهه کړي چې دپښتوفلمونو روانه لاره ناسمه ده.
که څه هم په دې فلمونو د سوداگرۍ بڼه غوره کړې خو په ښو او کره فلمونو هم ښه سوداگري کيداى شي ددې ترڅنگ د ځينو سندغاړو خلاف هم ښه غږ پورته شوې ناکره او غيرمعياري سندرې وايي د ناسمو فلمونو او سندرو پر خلاف غږ پورته کول د وخت اړتيا ده د انټرنيټ او نورو لارو څخه دپښتنو حجرو او کورو ته رسيږي او د پښتون ځوان نسل د بې لارۍ سبب گرځي .