دشوروي اتحاددلښكروماته په افغانستانوكي دافغانومېړنومجاهدو زامنو په مټ څرګنده سوه ولي نړيوالوهيوادونودانه سواى زغملاى چي ددوهمي نړيوالي جګړې اتل طاقت ته دماتي ور اړولودا اتبكاردي يوازي دافغان مسلمان مجاهدولس په برخه وي ځكه نودملګروملتونودځانګړي استازي(( دياګوكوردووييز))په مشرۍ دروسانودقوتونودوتلو پروسه ديوه توافق دترلاسه کولولپاره هلي ځلي پيل سوې ((چي عمومي شرح يې ددې کتاب په لړکي لولى))دشوروي اتحاد جمهورريس ميخايل سرګېويچ ګرباچف نړيوالوته دمطبوعاتوله لاري څرګنده كړه چي:
· موږ په افغانستان دتل لپاره پاته كېدونكي نه يو
· زموږ لښكري به ډېر ژر له افغا نستانه ووزي
· دافغانستان دسياسي قضيې حل نژدې دى
ميرصاحب كاروال چي په همدې وخت کي دکابل دحکومت يو فعال غړى و وايي((ګورباچف يك هيئت عالي رتبه به مسكو احضاركردوبراى چندين باربه وى تذكردادكه بشمابهتر است در ظرف ۱۲ ماه اينده خودرابراى خروج از افغانستان اماده كنېد))· ددې غوښتني پرمهال روسانوداموضوع طرح كړله چي له افغانستانه به خپل قوتونه په دوو پړاوونوكي راباسي ددې خبري سره دوکتورنجيب توافق وښودو ،لي هغه دنوموړوځواكونودوتلوسربېره ټينګاروكړچي دافغانستان په جنوب کي دكندهارله سيمي بايدترډېره روسي ځواكونه رادباندي نه سي ځكه دوئ ته دكندهارستراتيژيك موقعيت دنوروولاياتوپه پرتله داهميت وړاودروسانوپه نه جوديت كي ددې سيمې ساتنه ګرانه وه خو روسانوداخبره څه ډول چي ددوئ غوښتنه وه ونه منله بلكه دومره يې وكړل چي ترنيمي دډېرلښكرتروتلووروسته يې له كندهاره خپلي پښې سپكي كړې دامهال زما(دكتاب ليكوال) عمرنژدې څوارلس كاله و زماياددي چي هغه اوږدكاروان چي دبيرديم زرېپوښونو،غټواو وړو زريدارټانګونو،اته ټېره محاربوي زري پوښونواوپه ختيځ المان کي جوړكامازوموټرانوڅخه متشكل و ووت دسهارلس بجې وې دكندهاردنوي ښار پر چوك دشهيدعبدالرحمًن شااغاه دكوټۍ ترڅنګ موږ ڼکيان· ورته په تماشاولاړوو او له خوشحاليه پورته غورځېدلودوه درې سپين ږيري چي اوس مي نومونه يادته نه راځي هم دلته ولاړ و اوترسترګويې دخوښۍ اوښكي تويېدلې وروستى ټانګ يې يو اته ټېره زريپوښ پرسريې يوځوان روسئ چي په تندي كي يې شين خال،پرسريې دظابط خولۍ اوپه لاس كي يې كيوبايي كلاشينكوف و ناست و دپښتون باغ پرسيمه چي اوس ډېرتعميرات پر جوړاودكندهاردلوئ محبس په وړاندي سويل ختيځ پلوكي مو قعيت لري يوټانګ مجاهدينوترېنه وويشت ، د روسانو همدا کتار په همدې ورځ څو ګړيه بيرته معطل سو زماپلارچي ددې صحنې يوشاهد دى وې ويل چي((اوس خودوتلوپرحال دي پرې يې ږدۍ))له افغانستانه دوتلوڅخه وروسته دحيرتان له پله څه تېرېدونكي وروستى روسي پوځي او دڅلويشتم لښكرقومندان بوريس ګروموف وايي (( … له دې امله دارامۍ احساس كوم چي هر څه پاى ته ورسېدل،… دټولوهغوسرتېرواوافسرانومجسمې جوړول پكاردي چي ددغه دوزخ لمبې يې وزغملې)) دايي هم زياته كړه چي ((له مانه پس په افغانستان كي دڅلوېښتم لښكرهيڅ پوځي نه دۍ پاتي سوى)).
دشوروي يرغل پايله
شوروي اتحاددلښكروتروتلووروسته نه يوازي داچي افغانستان دخپلواكۍ پرلورګام اوچت كړاودميوند،حماسه يې بياراژوندكړه ،بيايې داميرامان الله اودهغه دسپېڅلومجاهدينوولوله تازه كړه ولي داځل دشوروي اتحادپه وړاندي ددې معركې پياوړي اتلان داسي كړنوته مجبورسول چي نړيوال وياړاوافتخارورداغداره اوپه خپل منځي شخړويې اخته كړل خوپه مثبت اړخ كي دشهيد حاجي محمود،اسدالله((فضل محمد))،غفار ي،ګوډغاړي،لالا ملنګ،شهيد ذبيح الله ، شهيد نصرتيار ، شهيد امير موسي كليم ، كفايت الله (( اسلام الدين )) شهيدي ناهيدي ، شهيدي نوربي بي ، مجاهدي پېغلې ګلالۍ ، شهيدي جمېلې ، او …… دوينو تويېدو دنړۍ ددووسره تړلوبر اعظمونواسيااواروپاپه جغرافيوي قلمروونوكي په زغرده بدلونونه راوړل اونوي هيوادونه يې په نوې خپلواكۍ دنړۍ په قاره كي را منځته سول.
· تاجكستان ، از بكستان ، تر كمنستان ،، مغو لستان ، قزاقستان ، بلغاريا ، چكسلواكيا ، هنګرې ، پو لنډ ، يو كراين ، ګر جستان ، او …….. هيوادونه خپلواك سول
· المان شرق خپلواك او دبرلين دېوال ونړېد
· هنداودهغه ګاونډهيوادونه دشوروي اتحاددممكنه نيواك څخه بچ سول
· ايران او پاكستان دارامي ساه واخيسته
· په اقتصادي ډګرکي دنړيوالوپانګوالواوكمونيستي سيستمونو انډول له منځه ولاړاوازادبازارته په پراخه پيمانه لاره هواره سوه
· دامريكې متحده ايالتونه دنړۍ يكه تاز قدرت وګرځېد
· دشوروي اتحادملاماتوونكي اقتصادي مصرف چي دروسيې له غاړي وله غاړي واووښت اوداهيواد ددې جوګه سو چي خپل اقتصادي استخراج اوتوليداو دهغه مصرف يوازي دروسيې هيواد پرچاپيرراوګرځوي
· مخکني شوروي جمهوريتونه سره له دې چي خپلواك سول دفقرغربت اومسكنت پرلورورمات اوهغه برم چي مخكي يې يوپياوړى ځواك ترشاولاړو سلب سو.
………………………………………………………………………………………….
((ڼکئ)) هغه پښتو اسم دى چي په سر کي يې د((ڼوڼ))پښتوري تورئ کارول سوئ دنوموړي توري په اړوند زما ليکوال يوه چاپ سوې تحقيقي رساله سته.