کور / تازه خبرونه / افغان چارواکي دنړیوال بانک دپیسوپه درغلیو کي ځان پړنه ګڼې

افغان چارواکي دنړیوال بانک دپیسوپه درغلیو کي ځان پړنه ګڼې

افغانې چارواکودنړیوال بانک اودامریکایی چارواکوهغه ادعاوي چي په افغانستان کي دنړیوال بانک پیسي دفساداودرغلې له لاری لوټ شوی دي ، په کلکه ردوي او وایی چي دادرغلې په افغانې اداروکي نشته .
دافغانستان لوړپوړي چارواکي په افغانستان کي داداري فساداودرغليوشتون مني، ولي هغوي وایی چي دبهرنیوموسسودمرستوپه ویشلواو لګولوکي هم فساد نغښتئ دئ . دافغانستان دمالیه وزارت دملګروملتونو دخاص استازی هغه خبری ردکړی، چي ګواکي درغلي یوازی دافغان دولت له لوری سرته رسیږي. هغه ویلي وه چي دافغانستان دولت دا واک لری چي ددغلیواواداري فساد دمخنیوی لپاره خپلي هڅي ګړندي کړي.
دمالیه وزارت ویاندوحیدالله توحیدی نن رسنیو ته وویل ،چي په افغانستان کي دادارې فساددشفافیت مسئله ترکلکي څیړنی لاندي ده. هغه وایی چي دبهرنیومرستو په ویشلوکي هم درغلی شته اودفسادکچه یی دافغانی ادارو په پرتله ډیره لوړه ده. دئ زیاتوی چي موږد نړیوال بانک هغه ادعاګانې په کلکه ردوو.چه وایی دافغانستان دولت دبهرنیومرستو په فسادکي ښکیل دئ اودمرستي ۸۵٪ سلنه دافغان دولت لخواه سمه نده لګیدلي ، ولي دغیر دولتی مؤسساتو لخوا دغه اندازه ۱۵ سلنه جوړوی.
دملګروملتونوخاص استازی په دي هکله وایی چي دامریکا دخلکودمالیي میلیاردونه ډالرپه افغانستان کي دتولینیزواواقتصادی پروژو درغولو اولګولو پر ځای دڅومُتخوروکسانو لخواه دفساداودرغلي په ډول چوراو چپاول شوي اودا لړۍ لا تر اوسه روانه ده.
دنړیوال بانک استازی وایی ،چي افغان لوری دغه مرستي په لازموبرخوباندی نه دی لګولي.
بل طرف د افغانستان داداری فسادسره دمبارزی اودنظارت اوڅیړنی کمیټي غړی محمد یاسین عثمانی بیا وایی ،چه په افغانستان کي درغلي اوفساد شته ،ولي دبهرنیوکسانوټول تورونه هم دمنلو وړ نه دي ،داځکه ددغومرستو لوړه کچه په افغانستان کي تر ویشلومخکي دڅوبهرنیواوکورنیودرغلګلروکسانو لخواه چوراو چپاول شي .
هغه وایی چي دملګروملتو نوداستازي خبری ریښتیا دی او ددغو پیسو حیف او میل په غیر دولتي نامالومو لاري باندی هم لګیدلی دي.دعثماني په وینا په درغلیوکي افغانې او بهرنې دواړي خواوي ښکیلې دي.
څوموده وړاندی دافغانستان او امریکا دواړومشرانو په امریکاکي په خپلو خبروکي په دي هکله اندیښنه ښودلې وه ، اووروسته دوی پریکړه وکړه چي نوری مرستي به ۵۰٪ سلنه دافغانانو له لار ي وویشل شي.
دیادولووړده چي تیره اووني دملګروملتونو لخواه یو رپوټ نشر شو ،چي په ۲۰۱۲ کال کي څه کم څلورمیلیارده ډالر مرسته ددرغلیو اواداری فساد له لاري افغانانو دخپل کار دخلاصولو لپآره واداري چارواکو ته رشوت ورکړی دي . دغه اندازه پیسي دګرده افغانستان ددوو کالو دټولي بودجی سره برابري دې.