کور / هراړخیز / ماښام مي خوب ليدئ

ماښام مي خوب ليدئ

له ورځنيو کارونو ستړى ستومانه مي پر خپل تخت ناست وم او په ستړي انداز مي د زړه په زور په کمپيوټر کي د څه ليکلو کوښښ کوى پوه نه سوم چي څه وخت خوب وړى وم، يو عجبه سرور په خپله غېږه کي نيولى وم ما خپل محبوب خپل د سترګو تور د خپلو خالپڅو مېنه خپل وياړلى او په وير لړلى کندهار په خوب لېدى مګر کندهار دا په وير او ماتم لړلى کندهار نه وو ما داسي احساس کاوه چي زه په هغه کندهار کي يم چي ماته به نيکه کيسې کولې چي کندهار داسي وو او کندهار داسي وو.

د خپل کور پر عمومي سړک چي د کابل شاه بابا د زيارت خواته غځېدلى دى هلته د يوه مسجد په دروازه کي ولاړ وم ورې مي د کابل شاه د ناصرانو د کورونو دوه ښائيسته او ګلالي ځوانان په يو بېل انداز ليدل هغوى غټ غټ ښه چارشنه چارشنه معلومېدل داسي معلومېدل چي دا هم هغه پخوانى کندهار دى هغه د افسانو کندهار چي په سيل او ننداره به يې د اروپا ښکلي او اغلي راتلې هوا ډېره عجبه معلومېده هغه د شاعر خبره بس لکه د پاريس په ماښامونو کي چي څوک قدم وهي په دې وخت کي زما پر ليري ولاتونو مسافر يار عبدالرحمن فيضي هم له مسجده را ووتى زما سره يې د غيږي ښه جانانه روغبړ وکى.

يو ناڅاپه مي د خوب پرده واوښته ليدل مي چي د باباوالي مزار ته نږدې د کوټ بابا د زيارت او سربند تر منځ پر پراته سړک په موټر کي سپاره يو ملګري دي خنداوي او ټوکي ټکالي دي ارغنداو يو بل رنګ لري هم هغه رنګ چي زموږ نيکونو به د شالمار د مېلو په کيسو کي موږ ته کولې زما هم له خندا او خوښۍ خوله نه سره ورتله يو عجبه هوا وه نه مي تر اوسه لېدلې وه او نه فکر کوم چي بيا به يې ووينم موږ همداسي د لو والې پر غاړه غاړه تللو په لو واله کي ځينو خلګو مېلې جوړي کړي وې د والي په منځ کي يو عجبه شان اوبه بهېدې دونه رڼي وې چي د والې د تل هره شګه جلا جلا معلومېده ځيني خلګو ماهيان نيول او پخول يې په دې وخت کي ما هم پر ملګرو ږغ وکي چي هغه ماهيانو ته ګورى څونه ماهيان دي رښتيا هم د اوبو په منځ کي عجبه عجبه سره ماهيان معلومېدل ملګرو په خندا او ټوکو تر والى بلي غاړي ته تېر ايستلو پر بله غاړه يو عجبه شان منظره وه ما تر اوسه د شبېو کښت نه وو ليدلى يوازي مي دونه ياديږي چي نيکه به مي (ملاولي احمد محرابي)په ګلدانيو او يا زموږ د کور د څنګ د باغ په کومه باغچه کي کرلي وې مګر دا د شبيو يو بسته کښت وو موږ د دې کښت په منځ کي موټر روان کړى وو زه ډارېدلم چي څوک راباندي په قهر نسي مګر ټول يو بل ته موسک وه هيچا هيچا ته هيڅ نه ويل د شبيو د دې پټي په منځ کي مي د ماشومتوب د وخت هغه شناوى ماش و پټاټې والا چي همېشه به يې مخ او څهره له قهره ډکه وه و ليدى چي د دې کښت په منځ کي د پټي د ځوزانو د کوډلي مخ ته ناست وو او د شبۍ بټي يو ډکه څانګه يې په لاس کي وه او موږ ته موسک وو زه حيرانى په مخه کړى وم کندهار مي بل راز ليده هغه پخوانى کندهار چي ماته مي يې نيکه کيسه کوله هغه کندهار چي د شالمار مېلې به يې لسګونه ورځو دوام درلود هغه کندهار چي د ازادۍ جشن به يې يوه مياشت نه خلاصيدى هغه کندهار چي د شاغا او شا غونډان د مېلو نوم يې د اروپا د ځوانانو زړونه ور اوبه اوبه کړي وه.

يو ناڅاپه مي د خپل کور تر څنګ د موټر شور ماشور او د خلګو غالمغال تر غوږ سو او زما رنګينه او جانانه خوب يې را ګډوډ کړ زما د وياړلي کندهار بې ساري منظرې يې زما له سترګو و تښتولې په ډېره قهر ور ولاړ سوم چي پر دې بې پدرو باندي ږغ وکړم چي څه حال مو جوړ کړى دى چي په نيمه شپه خلګ د خوبه باسى کله چي له خپلي خوني د کور بالکون ته ور ووتم نو هغوى خپل موټران پونده کړه او پر خپله مخه ولاړم زه هم په قهر سوم او هم خندا راغله هم هغه د ملانصرالدين کانه را سوې وه واى کومه شپه د کلي په منځ کي غالمغال سو د ملا مېرمني پر ملا ږغ وکړى چي ها سړيه ته ور ووزه لکچي سره مړه يې کړه ملا هم کوسى پر اوږه کړى ور وتى په دې شور ماشور کي چا له ملا کوسى حمله کړى او پر خپله مخه ولاړى ملا په زهير مخ بيرته کور ته راغى مېرمني يې پوښتنه وکړه چي ها سړيه څه خبره وه ملا په خواربښکي انداز ورته وويل خيرو خيرت وو زما پر کوسى يې جنګ وو. نو زه هم له ځان سره و بوږنېدم چي خيرو خيرت وو زما پر خوب يې سره جنګ وو .

کله چي مي پر تخت بيرته و غځېدم نو د خپل ليدلي خوب يو عجبه سرور راسره وو مګر کله چي مي سترګي پټي کړې او د خپل کندهار په اړه مي فکر پيل کړ هرڅه هغه څه نه وه چي ما په خوب کي ليدلي وه ماته مي په ذهن کي اوسنى کندهار د يوې جنګي کلا په څېر ښکاره سو هر طرف غټي غټي پوځي هډې مي تر سترګو سوې په هر لس مترى کي مي يوه لويه غټه ډبره تر سترګو سوه په بمونو او چاودونو نړېدلې کورنه او کنډو کپر سوي سړکونه مي تر سترګو سول کم ځوانان چي ما په خوب کي ليدلي و هغه ځوانان مي تر سترګو نسول بلکي له حيرانتيا او هيښتيا څخه وازې خولې وچ کلک ډنګر ډنګر ځوانان چي په ساده پوه غوځيږي مي ذهن ته راغلل هغه ځوانان مي تر سترګو سول چي رواني لس کلنې غميزي داسي سيک ترې کښلى چي ورور او پلار ته هم د شک په سترګو ګوري هغه ځوانان مي و ليدل چي په سلهاوه واره خرڅ سول او په سلهاوه واري رانيول سول هغه ځوانان مي و ليدل چي تر ژوند په مرګ ډېر خوشاله دي هغه ځوانان مي و ليدلي چي په خپل کور کي يې پلار پيسو ګټلو ته اړباسي بهر که له موسساتو او دولت سره کار کوي نو د دولت د مخالفينو په نوم څو کسه يې سينې ورغلبيل غلبيل کوي او که تجارت کوي نو د کندهار پنځګوني پاچاهيو ته به جلاجلا باج ورکوي او که چيري له کندهاره وزي نو به د نورو ولايتو خلګو القعد، اوغو او اوغان ورته وايي.

زما هغه ځوانان تر سترګو سول چي هره شېبه په دې تمه ناسته دي چي څه وخت د بم کومه پارچه د ده سينه ورڅيري کړي او کله به د ده په نوم ليکل سوې مرمۍ د ده پر تندي او يا هم په سينه کي ښخه سي زما هغه ځوانان تر سترګو سول چي په چپه خوله يې دونه چغي ووهلي چي اوازونه يې په ستوڼو کي خپ سول خو هيچا يې نه ږغ واورېدې او نه يې اوښکي ور پاکي کړې او نه يې هم پر زخمونو پټي ورکښېښول، حتا خپلو يې هم د دې پر ځاى چي د هغوى زخمونه درمان کړي د هغو پر زخمونو مالګي و دوړولې.

په دې وخت کي مي ماته د کشري ورور حميدجان محرابي دا خبره سترګو ته و درېده چي يوه ورځ يې په تلفون کي راته ويل چي کندهار ته به نه راځې ته پوهېږې کله چي زه سهار له کوره وزم نو مور څلور پنځه واره په جلا جلا بهانو زنګ را وهي يو وار زنګ را ووهي چي پټاټي دي هيري نسي بيا وايي چي ډوډۍ ته کورته راځې او کله کله بيا وايي چي تا زنګ را وهلى وو مګر زه ښه پوهېږم چي د دې هدف د تلفون څخه ماته د دغو شيانو را په يادول نه وي بلکي غواړي پوه سي چي زه ژوند يم که نه يم .

د بابا صاب زيارت هم هغه زيارت نه ښکاره کېدې چي ما په خوب کي لېدلې وو هغه زيارت چي د شالمار د مېلې نوم يې تر پاريسه پر خولو ګرځېدى اوس هلته بلاوي لنګيږي اوس هلته د شپې او ورځي بد ږغ اوسپنيز کارغان ګرځي هلته اوس د غرونو ډبرين او ښايسته کشفان نه راوزي هلته اوس غټ غټ اوسپنيز کشفان ګرځي چي زما د درنو سپين ږرو او ټکه مستو ځوانانو خوښي مستي او درنښت يې ټول ترې غلا کړى دى هلته اوس د چنګيز او سکندر د بچيانو ځالي دي اوس هلته د پنجاب د تالى څټو او د غرب د خونخورو تر منځ جګړه روانه ده او زما د ارغنداو نازک نازک ځوانان د خپلو باغونو په موريو کي د ګازجنو مرميو په لوګي مړه سوي وي پر نريو او نو برېتو يې وينو نرى لاره کړې وي او تک ژړ پروت وي او ساه يې له وجوده څخه وتلې وي، او سبا ته د راډيو نطاق په غړزېدلي اواز وايي چي نن په ارغنداو ولسوالى کي د دولت ضد ډلو پلانى قومندان له خپلو څو نفرو سره ووژل سو هلته چي اوس ولاړ سې انار د پخوا په څېر له خپلي ښکلا څخه نه ځليږي بلکي اوس يې پوټکي يو تور رنګى پوست نيولى وي اوس هغه توتان چي يخو اوبو به راول نسته اوس هغه تالى درب چي ځوانانو به په باغونو کي جوړ کړى وو نسته هغه چمنونه چي يو وخت به درنه خط پکښي کېدې نسته اوس هلته تېره تېره نلان شنه سوي دي هلته اوس د څوک نسته چي توپ ډنډه وکړي هلته اوس يوازي بلاوي لنګيږي او هلته اوس يوازي اور او ويني دي.

زه نه پوهېږم زما د وياړلي کندهار ګلان څه سول زه څو ځله کندهار ته ولاړم هلته په ګلانو پسي و ګرځېدم خپل د نيکه بابا قبر ته ولاړم د قبر څنګ ته يې کښېنستم په ژړا مي د ګلانو کيسه ورته وکړه حاجي اغا!ِ ګلان اوس نسته هغه شبى نوري چي تا کرلي وه د هغو پياز اوس نه پيداکيږي ، هغه د رات کي راني ګل نه وو چي تا د دکانچې تر څنګ د نارنج په څنګ کي ايښى وو هغه وچ سو ، چمبېلياني چي تا کرلي وه هغه څو ورځي برق رانغلي نو اوبه هم نه وې هغه هم وچ سول يو څو دانې پتنيان مي ساتلي وه هغه هم لمر راڅخه ووهل هغه د انارو باغ چي تا په خپل لاسو ايښى وو هغه مي پلار دى وکښى او هلته يې منډيي جوړه کړه حاجي اغا هغه چمبېلى چي د توتيانو د کفس مخ ته ولاړ وو د هغه منا وينو و خوړه او راچپه سوه د انګورو تاکان چا ساتلى نسواى نو باره مو و کښل.

حاجي اغا په دې خلګو څه و سول دا ولي ټول داسي د مرچکو پر بار ناست دي د يوه سره خبره نه کيږي له مشر سره چي خبري کوې واي اومه خوله هلک دى دى هم ګډ دى له کشر سره چي خبري کوې وايي ستا ماغزه خراب دي اوس دنيا هغه د پخوا دنيا نه ده، حاجي اغا ته خو په دې شيانو پوهېدلې ايا په دې خلګو چا کوډي کړي دي او که ليونى اوبه يې څښلي دي دا ولي يو د بل سيورى په ډبرو سره ولي ولي يو د بل د پښو خاوري کاږي مګر دا هغه کندهاريان نه دي چي د يارانو پر ځاى به يې سر هم ورکوى په دې خلګو څه و سول چا نظر کړل دا درانه چا سپک کړل هغه هيڅ نه ويل خو له چوپتيا يې دونه پوه سوم چي وايي مرهونه بچيه! د دې خلګو ورځ اوښتې ده دا خلګو خپله ورځ خپله اړولې ده دا خلګ داسي نه وه دا خلګ هيڅکله داسي نه وه دا خلګو ته يو مسحا په کار دى چي د مرګ له خوبه يې راويښ کړي دې خلګو خپل سرنوشت د څو غلو لوچکو او لوټمارو په لاس ورکړى دى چي دوى هم لوټي او دوى يې پر هغه سربېره احترام هم کوي پردي لغړيان يې راوستل او خپل مشران يې کړل او نورو ته د خبرو لپاره د پرون غله او لغړيان ور لېږي دا قوم را ويښ کړه دا قوم که ويښ نسي نو د تل لپاره به نيست سي.

نور مي نو ستوڼى را ډک سو نور مي و نسواى کولاى چي خپلي اوښکي راتم کړم نور مي و نسواى کولاى چي خپل د هيلو او ارزوګانو خاوره د خپلو خالپوڅو او خوښيو د مځکي په اړه دي تر دې سل چنده نوري ناوړي او بد تري دي مي ذهن ته راسي کمپيوټر ته لاس ور تېر کړى او د خالق عزيز دا سنده مي چالنه کړه:

ښايسته کندهار ډېر ډېر يادومه

نه هيريږي که هرڅو يې هيره ومه

خصوصاً د ارغنداو باغ و ولو ته

د اوبو ږغ يې مدام پر زړه لرمه

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ويلى دى

کله مي پيرزوي وې پر بمونو کندهاره

ستا تصوير مي تل د زړه په وران کور کي ساتلى دى

کله مي پيرزو وى پر بمونو کندهاره

چا که د لندن د ښار د حسن کيسه کړې ده

ستا تصوير مي غلى شان په زړه کي خنديدلې دى

چا که د پاريس ماځيګرنى سندري کړي دي

ستا ارغنداو زما پر زړه ګلان را اورولي دي

چا هم که ماڼۍ د واشنګټن په خوند ستايلې ده

زه ستا د ميرويس نيکه زيارت غيږ کي نيولى يم

چا که د ډلي د ماښامونو ذکر کړى دى

تاته احمدشاه بابا تر هغه ښه ويلي دي

زموږ سره چي د تل مدام د ميني پت ساتلى دى

کله مي پيزو وې پر بمونو کندهاره

ستا او زما مينه کندهاره د پېړو مينه

دا نه وه چي ته سي چپه زه درته ګورمه

ستا او زما وينه کندهاره د يوتن وينه

دا نه وه چي ته سې داسي توى زه درته ګورمه

ګرانه کندهاره زه ګونګى نه يم خو څه وکم

هيڅ ويلاى نسم چي د وس ژبه مي غوڅه ده

سل ځله که نن د ژوند او مرګ پر بريد ولاړ يمه

څوک به ژبه راکړي د ولس ژبه مو غوڅه ده

موږ ته خپل نصيب په وينو سور را سېدلى دى

کله مي پيرزو وې پر بمونو کندهار

ما درته ټول عمر د ګلو نو ښار ويلى دى

کله مي پيرزو وې پر بمونو کندهاره

ستا د ښکلو غوښي چي پر پاڼو پاڼو الوزي

زه يې تماشه په چپه خوله کوم بې وسه يم

ستا د ښکلو ويني چي پر ګلو بارانونه دي

زه چي يې په اوښکو جنازه اخلم بې وسه يم

دا د تاريخ جبر دى او جبر نازلى دى

کله مي پيرز وې پر بمونو کندهاره

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ويلى دى

کله مي پيرزو وې پر بمونو کندهاره