دغزني څخه رارسیدلي خبرونه وایی چي نن سهاروختي دمحلی وخت پرڅلوربجي دغزنې ولایت دقره باغ په سیمه کي دکابل -کند هارپرلویه لاره دمساپروړونکویوسرویس بس دیوه کامازموټرسره وجنګیدی .
دغزني دچارواکودوینا له مخي په دي پيښه کي۱۶ کسان ځای پر ځا ی وژل شوي اوتر لسوډیرکسان ټپیان دي .دغزني چارواکي وایی چي ټپيان یی روغتون ته لیږدلولې ،خودځینو ټپیانوروغتایی حالت یی داندیښنې وړ بللې دی.د غه٣٠٣ سرویس موټر داحمدشاه ابدالي ترانسپورټ شرکت پوري اړه لری، چې له کابل څخه وکندهار ته پر لویه لاره روان و.
دیادولوړده ،چي دتېر وږي په مياشت کې هم دغزني د آب بندولسوالۍ په اړونده سيمه کې داحمدشاه ابدالي د بس ټرانسپورټ يو ٣٠٣ سرویس موټر له يوه ټېلرسره ټکر وکړی، چې په پايله کې يې دکندهارد ٥ ځوانوخبريالانو په ګډون ٥٣ تنه مړه او ٥ تنه نور ټپيان شول.
همداراز دکابل-کندهارپرلویه لاره د تیرکال راهسي نوري ورته پیښي هم منځ ته را غلي دی ،ددي پيښودمخنیوي لپاره ځایی چارواکواودترانسپورت وزارت ځانګړي ګامونه ندې اخیستي اودبیګناه مساپروکسانودتلفاتوشمیر ورځ په ورځ ډیر یږی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه