دملګروملتونودیوناما( UNAMA)مرستندویه سازمان غواړي په۲۰۱۴ کال کي دناټواوامریکایی سرتیرو له وتلوڅخه وروسته په خپل کاري پروګرام کي بدلون راولي. دغه مرستندویه سازمان دطالبانودرژیم دنړیدوڅخه وروسته په ۲۰۰۲ کال کي په افغانستان کي خپل مرستندویه پروګرامونه پیل کړل.
دیوناماسازمان دافغانستان دخلکو په ټولنیز ژوندکي دنړیوالو پروګرامونوپر بنسټ دپام وړمرستې کړی دي.
دغه سازمان دافغانستان دلویی جرګی دپرانیستلو لړۍ ،دانتقالي جمهووررئیس په توګه دحامدکرزی ټاکل، داساسی قانون دجوړولو دنده، دولسي جرګې اومشرانوجرګي دمجلسونوتنظیموالي ، په افغانستان کې د ښه حکومت داری اوافغان حکومت ته دسلااومشورو ورکولوچاري سمبالولي .
دافغانستان دبهرنیوچارووزیر زلمی رسول وايي دملګروملتونودیوناماادارې دنوي رول له مخې به افغانستان ددوی دمرستندیه رول ملاتړ وکړی. هغه وایی چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې دملګروملتونو رول بدلیږي ،افغان بنسټونه به د مشرۍ رول ولري اوملګري ملتونه به د هغوی له پروګرامونوڅخه ملاتړ کوي.
دملګرو ملتونودسرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش وویل، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به ملګري ملتونه د افغانستان دملي لومړیتوبونو له پروګرامه ملاتړ کوي او دملګرو ملتونوله خواهر ډول مرسته به دافغانستان د غوښتونوپر بنسټ کیږي.
‘ هغه وویل ،دانتقال دپروسي لومړنې اصل دا دي چې بایددهرڅه مشري افغان حکومت وکړي او مونږ به خپلې مرستې یوازې د افغان حکومت دغوښتنې له مخې لګوو.
ښاغلي کوبیش وویل، دا اړتیا شته چې دملګروملتونوسیاسي ماموریت یوناما به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام وکړي خوپه فعالیت کې به یې یوڅه بدلون راشي.
د افغانستان لپاره دملګروملتونومرستندويه اداره يوناما چې دافغانستان لپاره دملګروملتونوسیاسي دفترهم بلل کیږي، په ۲۰۰۲ کال کې یی دافغان حکومت دغوښتنې اودبن کنفرانس دپرېکړې پر بڼسټ په دغه هیوادکې خپل فعالیت پیل کړی اودروان ۲۰۱۳ کال دمارچ تر میاشتي پوری دیوناما اداري فعالیت دملګروملتونولخوا تمدید شوی دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه