کور / تازه خبرونه / د دیني عالمانو له غونډي څه تمه کېدای سي؟

د دیني عالمانو له غونډي څه تمه کېدای سي؟

د کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ په کابل کې جوړېدونکي د دیني عالمانو د کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، کابل کنفرانس پاکستاني عالمان دوه ډلې کړل.

ورځپاڼه د مولاناطاهر اشرفي له خولې لیکي د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو د ناستې بحثونه او پریکړلیک سره توپیر لري، نو ځکه پاکستاني عالمان په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي اشرفي غوښتنه کوله، چې په دغه کنفرانس کې دې، د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شي.

ورځپانه په خپله سرمقاله کې لیکي هغه ملایان، چې د ای ایس ای ملاتړ ځان لري، د دې غوندې د ګډوډولو هڅه کوي او هغوي چې د ملکي حکومت له خوا لمسول کیږي، دوي بیا د غونډې د بې اغېزې کولو لپاره شرطونه او محدودیتونه وړاندې کوي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتنه کړې، د دیني عالمانو له غونډې څه تمه کېدای شي؟

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د افغانستان په څیر په مذهبي ټولنه کې د دیني عالمانو له اغېز سترګې نه شي پټېدای، خو د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو راتلونکی غونډه، چې ټاکل شوې د مارچ په میاشت کې په کابل کې جوړه شي، د ډېرې هیله مندۍ وړ نه ده.

د مقالې لیکونکی زیاتوي د دې غونډې د چمتوالي لپاره له پاکستاني عالمانو سره د افغان عالمانو غونډه هم له اختلافه خالي نه وه.

د ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال افغان حکومت ته سپارښتنه کوي باید د عالمانو په غونډه کې د ګډون کوونکو پاکستاني عالمانو په اړه ډاډ تر لاسه کړي، چې ریښتني عالمان دي او په افغانستان کې سوله غواړي.

محور:

محور بلې خپلواکې ورځپانې په خپل لومړی مخ کې لیکلي، د لوبې بل اړخ د نوې جګړې لپاره پاکستاني او افغان طالبان سره یو کیږي.

ورځپاڼه لیکلي، د دیارلسم ځل لپاره هم د پاکستان هغه هڅه ناکامه ښکاري، چې غواړي (تحریک طالبان پاکستان) د جوړ جاړي په نوم تر خپل کنترول لاندې راولي.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي پخوا تر دې چې د قطر خبرې نتیجه ورکړي او افغان طالبان د پاکستان له لاسه ووځي له پاکستاني طالبانو سره جوړ جاړی وکړي.

خدمتګار په یو جلا مطلب کې لیکي، پاکستان د امریکايي ځواکونو تجهیزاتو ته سترګې پتې کړي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور پاکستان او ازبکستان هڅه کوي له امریکا څخه هغه وسایل په پیسو واخلي، چې امریکا غواړي له افغانستان نه تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې پریږدي.

ورځپاڼې د پاکستانیو ډیپلوماټانو له خولې لیکلي، پاکستان د امریکايي ځواکونو تجهیزاتو ترلاسه کولو ته ډېر لېواله دی او په دې باور دی چې دغه تجهیزات یې د دفاع لپاره حیاتي ارزښت لري.