دامریکاجمهوررئیس بارک اوباماغواړی نن شپه اعلان کړی، چي د ۲۰۱۴ کال درارسیدومخکي دافغانستان څخه دخپلوسرتیروترنیمایی زیات پوځيان وباسې.
په افغانستان کي دمګړۍدامریکایی سرتیروشمیر( ۶۶۰۰۰ )ته رسیږي،چي دهیوادپه مختلفوسیموکي پراته دي. تراوسه لاجوته نده چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امریکايي سرتیري په افغانستان کي پاتي شي. ویل کیږي چي د۲۰۱۴ کال وروسته به امریکا یي سرتیري په جګړییزوپیښوکي برخه وانه اخلي. دافغان ملي پوځ دنده لري چي دامریکایی پوځونودوتلووروسته دجګړۍ دتادوده سنګردغه تشه ډکه کړي اودافغانستان دامنیت ټولي چاري پر غاړه واخلي.
دامریکا جمهوررئیس اوباما په وارووارو ویلی و،چي په افغانستان کي به دتروریزم پر ضدجګړه کي د۲۰۱۴ کال تر پایه پوري وجنګیږي . هغه وایی چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکا یی پوځیان په جګړوکي برخه ونلري اویواځې به دافغانې پوځیانوسره دسلاکارانو په توګه دمشورودنده په غاړه ولري .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه