ژوند او هنر

افغان انځور ګر ( ذبيح پيکان ) په روسيه کې خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کوي


سبا وروسته له غرمې د روان زېږديز کال د فبروري د مياشتي په ۱۲ نېټه د خلکو د دوستۍ په پوهنتون کې د ځوان انځور ګر ( نقاش ) ذبيح پيکان د انځورونو نندارتون پرانيستل کيږي.


دغه نندارتون چې د افغانستان، روسيې او يوشمېر بهرنيو چارواکو په ګډون پرانيستل ګيږي، پکې به د افغانستان، روسيې او نورو پېژندل شويو سيمو انځورونه نندارې ته وړاندې شي.


نندارتون سبا سه شنبه وروسته له غرمې پر دوه بجو د خلکو د دوستي پوهنتون په لومړي نمبر تالار کې رسمآ پرانيستل کيږي.


ذبيح پيکان هغه افغان انځور ګر دی چې، تل يې د انځورونو د ښکلا او ښه والي آوازې تر ډېرو سيمو تللي.


پيکان به سباته د  ۸۰  په شاوخواکې خپلې لاسي نقاشيانې نندارې ته وړاندې کړي، چې له هغې جملې څخه به پر ډېرېو تابلوګانو د ګران افغانستان د کلتور او لرغونو سيمو عکسونه ښکل شوي وي.


محمد ذبيح پيکان په ۱۹۷۴ زېږديز کال په افغانستان کې زېږېدلی او له شپږ کلنۍ څخه يې په رساميو لاس پوری کړی.


پيکان وايي(( هنر مې پر ما ډېر ګران دی ځکه ” ژوند او هنر وايم” )).


پيکان د نقاشۍ زدکړې د کابل په ثنايي ښوونځي کې ترسره کړي او خپل لومړنی نندارتون يې هم  په ۱۶ کنلۍ د ښوونځي په وخت کابل کې د ۵۰ په شاوخوا لاسي تابلو ګانې ندارې ته وړاندې کړې.


نوموړی په ۱۹۹۹ ز – کې روسيې ته مهاجر شو خو خپلې هڅې يې لا پسې کړندۍ کړې چې، په همدې کال يې خپل لومړنی نندارتون د روسيې پلازمينې مسکو ښار کې وړاندې کړ.


د يادونې وړ دی چې، دغه نندارتون به د روانې فبروري مياشتې په ۱۲ مه پيل او دې همدې مياشتې په ۲۰ مه نېټه به پای ته ورسيږي.


د ښاغلي پيکان هنري بېلګي ډير ژر همدې خبرتيا ته ور زياتيږي .