کور / خبرتیا او پيغامونه / اختطاف کوونکو ليکوال او شاعر عبدالمالک مستانه وژلی دی

اختطاف کوونکو ليکوال او شاعر عبدالمالک مستانه وژلی دی

پــه خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چي دپښتوژبي تکړه اوهڅاند شاعر (عبدالمالک مستانه ) دتيرزيارت په شپه  په جنوبي  پښتونخواکوټه کي دځينو بې رحمو کسانو له خوالومړی وتښتول شو اوبيا په شهادت  ورسېد . انالله و انا الیه راجعون !


نوموړی په ۱۳۵۳ش هجري کي دترين کوټ ولايت  ،چارچينو ، ولسوالۍ دحاجي ميرولي خان  په کور کي زېږيدلی وو چي د ډيري مودې راپه دېخوا د کوټي په ښارکي دخپلي کورنۍ سره اوسېدئ.


عبدالمالک مستانه  ، دنثر ترڅنګ  په پښتو شعر کي هم ښه لاس درلود چي په دغه لړکي يې ( مستانه دعشق جهان يم )  شعري ټولګه په ۲۰۰۹ ع کي  په کوټه  کي چاپ شوې وه ، د نوموړي دوه ناچاپ اثار هم لرله .


دارواښاد مستانه  يو شعر :


خوار ملت مي بيا ځوکليـــږي  ، ټـــول يې وينــي
اه ، پــــه ويـــنو کـــي لمبــيــږي ، ټــول يـې وينــي


دبـــلا غــونـــــدي تـــيــارې راځــــي بــــدشکــلـــه
درڼــــاډېــــوه مــــړه کــيـــږي ، ټـــول يــــې وينــي


ورځ  پــــه غــــم کـــي ، شـــپــه پــه هجــرتيرومـــه
ژونـــــد دټــــولـــوبــــربــاديــږي ، ټـــول يې وينـي


هــروګــــړی مــونــن بـيـــا لاس اوګـــريـــــوان دی
ورور دورور په مرګ خوښيږي ، ټول يې ويني


زمــوږ دخــټــوکــورګـــئ وران دی لا ورانــيـږی
بــنــګلـــې د دوی جـــوړيــږي ، ټــول يــې ويـنــي


وچـــي نــه شولـــې زُمــــا دســـترګـــواوښــکـــي
يـار دمرګ کــنـــدي تـــه لويـږي، ټول يې ويني


زمـــالا هـغـــه پخـــوانـــی پـــر هـــرجـــوړنــــه وو
دوی وبـــل جنګ تــــه پاڅيږي ، ټول يـې ويني


نــــه ديـــار نـــه د رويـــبـــار درک مـــعـــلـــوم دی
بـــې اميــــده ورځ تــيـــريـــږي، ټــول يـې وينـي


تـورمـــاښام دی  مســتانــــه  دقــــــام غمخـوره
پرپښتون مي زړه خــوږ يـــږي، ټــول يې ويني