د شمشتو کیمپ په وروستۍ برخه کې د عربانو په مرسته یو جوړ شوی دارالایتام و. همدلته د یوه یتیم پوښتنې ته تللی وم.د هغوی تفریح وه،ټول انګړ له ماشومانو ډک و. د دوی پلرونه د جګړې بلا خوړلي وو. دوی کې داسې ماشومان هم وو چې له میاشتو میاشتو یې پوښتنه نه کیده او یا یې د پوښتنې څوک نه وو.
ټول را نه را تاو شول، لکه زه چې یې دکورنۍ غړی یم، ماته خپل پلار را یاد شو چې په ډېر کوچینوالي کې یې یتیم پرې ایښی وم. زړه مې ډک شو، ما ویل همدې یتیمانو سره ښه په زوره وژاړه. خو ځان مې کابو کړ.
له دوی رخصت شوم، میني بوس ته پورته شوم. ځای ځای نوره سورلۍ هم را ختله. یو ځای دوه میرمنې را پورته شوې. د یوې شنه چادري وه او د بلې تور حجاب.
شمشتو بازار ته ورسیدو. موټر ودرېد. پر مخامخ دیواله د ( جنګ ، جنګ تا ختم ګلم جم ) شعار لیکل شوی و. دوه امنیتي کسان را پورته شول، ټولو ته یې په ځیر ځیر وکتلې. له میرمنو یې پوښتنه وکړه: محرم در سره شته؟ هغوی سرونه د نه په بڼه وخوځول. دواړه یې ښکته کړې او په غوسه يې ورته وه ویل: نور پرته له شرعي محرمه ونه ګرځئ!
هغه مهال را باندې دا کار ښه ولګیده. ما ویل پردی وطن دی. باور نشته. چې څومره مو عزت خوندي وي، هومره ښه ده.
خو وخت داسې راغی چې د همدې تنظیمي جګړو راکټونو، د سلګونو کابلیو نجونو غوښې له نا محرمو سره یو ځای کړې. په لسګونه بې سیرته شوې. کابل سور تنور شو او هره ورځ له همدې سره تناره په لسګونو حیاناکې پیغلې نا محرمه، لوڅ مخ د تورخم له پولې اوښتې، دوی محرم نه لره، محرمان خو یې ورته کابل کې وژلي وو.
بل دور داسې راغی چې پر ښځو عمومي بندیز ولګیده،مکتبونه، پوهنتونونه یې وتړل شول،وظیفې یې له لاسه ورکړې.لوڅ مخ ګرځیدل سور کفر وګڼل شو، ډیرو میرمنو کمچینې وخوړې.
په موټرو کې ورته پردې وځړول شوې. میرمنې له پردې اخوا او نارینه دیخوا وو. د ( ښځه یا په کور ده یا په ګور ده) متل عملي بڼه خپله کړه.
نن شپه مې هغه مهال دغه تیرې صحنې د زړه له سترګو تیرې شوې چې ازادۍ راډیو په نورستان کې د وسلوالو طالبو نجونو خبر ورکړ.
د خبر په حواله د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د وسلوالو په یوه ګروپ کې درې نجونې هم فعالیت کوي.
خبر دا هم ویل چې یادې شوې طالبانې د ملي اردو یونیفرم اغوندې او وسله په لاس ګرځي.
خبر کې د ځینو کسانو غږونه هم وو چې دغه وسلوالې یې لیدلې وې.
اوس دې ته حیران یم، چې دغه وسلوالې نجونې به جګړه کې شرعي محرم له کومه کړي؟دوی خو به شرعي محرمان نه په نښه کوي، په نا محرمو به څنګه نښه تړي؟
…
او که حالاتو ته همداسې د تصور خلاف تغیر ورکول کیږي، نو زموږ خلک به څنګه لاره پیدا کړي؟ کومو حالاتو سره به ژر ځانونه عیار کړي؟
محمد نعمان دوست،جلال اباد
ګرداب ورځپاڼه
۱۳۹۱ د سلواغې ۲۳مه