کور / تازه خبرونه / پاکستانۍ روپۍ زښته لوېدلې

پاکستانۍ روپۍ زښته لوېدلې

د پاکستانۍ روپۍ قدر مخ په کمېدو دی او د کاروباري اونۍ له پېلېدو سره سم د یوه امريکايي ډالر نرخ په خلاص مارکېټ کې سلو روپو ته رسېدلی دی.د پېښور يو صراف محمد نسيم خان وويل چې دا وخت د ډالر اخیستو نرخ څه کم سل روپې او د خرڅ نرخ سل روپۍ او لس پېسو پورې ختلی دی، ده زياته کړه چې په انټر بېنک کې بيا کېدای شي دا نرخ روپۍ يوه نيمه کم وي.په پاکستان کې د ډالر ارزښت ولې جګ شو.؟ د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر محمد زبېر خان وايي، تر دې دمه په پاکستان کې د زر مبادله ذخيره دومره وه چې حکومت په هغې د ډالر قدر راټينګ کړی وو خو اوس چې څومره څومره د زرمبادلې ذخيرې کمېږي ډالربه ورسره ګرانېږي او روپۍ به بې قدره کېږي.ده زياته کړه چې په راتلونکې کې د روپۍ قدر د نور کمېدو امکان هم موجود دی.د روپۍ قدر کمېدو به په پاکستاني معيشت څه اثر واچوي؟ د معاشي چارو کارپوه او مظفر آباد پوهنتون کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي له سره به پر پاکستان قرضه نوره هم سيوا شي او دغه رنګ به په هغې سود هم زيات شي.د ده په خبره د دې نېغ په نېغه اثر په تېلو هم پريوځي چې ورسره به د امروزه استعمال څيزونه هم ګرانېږي.ډاکټر معراج الحق زياته کړه چې په داسې حالاتو کې په روانو او راتلونکو ترقياتي منصوبو لګښت سېوا کېږي او ورسره ورسره حکومت د خپل مالي کال بجټ خسارې کمولو له پاره به هم له دغو منصوبو نه پېسې کمې کړي.د ذکر وړ ده چې وړاندې ورځو کې سټېټ بېنک خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د پاکستان زرمبادله ذخيرو کې څه دپاسه اووه کروړه ډالره کمی راغلی دی چې ورسره موجوده ذخيرې د ديارلس اربه څلورپنځوس کروړه ډالرو نه په کمېدو ديارلس اربه اووه څلوېښت ډالرو ته راغلې، دغه رپورټ کې دا هم ويل شوي وو چې د مارچ په مياشت کې به حکومت نړيوالې مالياتي ادارې IMF ته څه قرضه واپس کړي چې ورسره به ذخيرې نورې هم کمې شي