کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نور موضوعګانو ترڅنګ یې د ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور او دیني علمانو په اړه چې پاکستان ته ځي لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور تایید کړی؛ چې وايي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې سلګونه افغان ماشومان وژل شوي.
ورځپاڼه لیکي، په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د حقونو د دفاع جرګه ګۍ ویلي؛ د تېرو ۲۰۱۱ او۲۰۱۰ کلونو په پرتله په ۲۰۱۲ کال کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې دماشومانو مړینه دوه برابره زیاته شوې ده.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په جګړه کې باید د ماشومانو ژوند خوندي وي.
ورځپانه وړاندې لیکي، د ماشومانو د حقونو مرکز چې په ژنیف کې دی؛ امریکا ته خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
ورځپاڼه افغان حکومت او ملګروملتونو ته سپارښتنه کوي، چې په دې اړه باید جدي واوسي او هر هغه څوک چې د ماشومانو په وژلو کې لاس لري؛ باید محکمې ته راکش کړای شي.
ورځپانه افغان حکومت ته وړاندیز کړی له دې وروسته باید افغان دولت د هر افغان د وینې پوښتنه وکړي او هیچا ته دا فرصت ورنه کړي، چې ګواکې هرڅه یې چې زړه غواړي ترسره یې کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ویاند له خولې لیکلي؛ افغان ماشومان د تروریزم پرخلاف د جګړې قربانیان دي.
ورځپاڼه د فیضي له خولې لیکي، دا یوه جنجالي مساله ده، چې تل یې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکو خرابې کړې دي.
یادې ورځپاڼې په سرمقاله کې راوړي ناټو ځواکونه باید دافغانستان د کلیواو بانډو پرځای د ترهګرو پراصلي ځالو بریدونه وکړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، هیله ده، چې بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره په همغږي او سلا مشورې له مخې پر داسې سیمو حملې وکړي؛ چې په اړه یې دقیق راپوټونه شتون ولري.
کابل یوشمېر ورځپاڼو بیا پاکستان ته د افغان دیني علمانو د هیت د سفر په اړه لیکنې کړې دي.
ملي باور:
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي په نږدې راتلونکې کې دافغان دیني علمانو یوهیت پاکستان ته ځي.
ورځپانه وړاندې لیکي، دغه هیت به پاکستاني دیني علمان وهڅوي، چې د کابل د دیني علمانو په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د ورځپاڼې په باور ځنې پاکستانیو دیني علمانو لا له وړاندې په افغانستان کې جوړېدونکي د دینې علمانو په کانفرانس کې خپل ګډون رد کړی.