کور / تازه خبرونه / کندهار : د جامعه عمر کار به په راتلونکو ٨ مياشتو کي بشپړ سي

کندهار : د جامعه عمر کار به په راتلونکو ٨ مياشتو کي بشپړ سي

تر راتلونکو اتو مياشتو به د عمر جامع د مسجد د رغوني کار خلاص سي
کندهار افغانستان- د کندهار د عمر بن فاروق د مسجد جامع د لويي پروژې د مسجد د برخي کار به د راتلونکو اتو مياشتو په اوږدو کي پاى ته ورسيږي او د پاته برخو لپاره به يې د اعمار کارونه چټک سي.
د يادي سوي جامعې د دوه پوړو چتونه له وړاندي مکمل سوي او د دريم پوړ د چت د رغوني لپاره يې نن کار پيل سو چي ډېر ژر به پاى ته ورسيږي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د کندهار ښاروال او يو شمېر نورو دولتي اراکينو او ديني عالمانو سره يو ځاى د عمر جامع ته ولاړى او ددې جامع د رغوني له کار څخه يې ليدنه وکړه.
نوموړي ته د هغې ساحې د ساختماني برخي د کارکوونکو لخوا وويل سول چي د جامع د رغوني لپاره يې کارونه چټک کړي او هڅه کوي چي ډېر ژر په دې برخه کي ټول کارونه سرته ورسوي.
ددغې پروژې انجينير کندهار والي د پروژې د ټولو برخو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چي د اوس لپاره يې فوکس او کاري تمرکز د مسجد پر رغولو باندي دى ترڅو د يادي سوي لويي پروژې دغه برخه ډېر ژر د استفادې وړ وګرځي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ښاروالۍ مسؤلينو او همداراز د يادي سوي پروژې انجينيرانو ته هدايت وکړى چي د رغوني په کارونو کي پرسونل او تخنيکي وسايل زيات کړي ترڅو کارونه چټک سي او کندهاريان وکولاى سي چي تر راتلونکي کوچني اختر پوري په دغه جامع کي لمونځ وکړي.
نوموړي زياته کړه چي دغه پروژه د دولتي ادارې لپاره اولويت لري او دوى به ټول هغه امکانات چي دلته د کارونو د پراختيا او چټکۍ لپاره ورته اړتيا ليدل کي د مربوطه پروژې د مسؤلينو په واک کي ورکړي.
هغه همداراز وويل چي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس هم ددې جامع د رغوني په کار کي خورا خاصه او زياته علاقه لري چي د همدې علاقې پر اساس يې دغه کار ته ډېره توجه کړې او په وارونو وارونو يې په مالي برخه کي هم کومکونه کړي دي.
کندهار والي د عمر جامع د دريم پوړ د چت اچولو پرمهال دغه پروژه د ټولو کندهاريانو د يوه خوب او د کندهار د شهيد سوي ښاروال غلام حيدر حميدي له ارمانونو څخه ياده کړه او په دې برخه کي يې د ملي تجارو له مالي مرستي هم مننه وکړه.

کندهار ښاروال عمر-عمر هم د عمر بن خطاب جامع جومات پروژه د خلکو د يوه ارمان په توګه ياد کړل او په دې برخه کي يې د کندهار ښاروالۍ د کلکي ژمنتيا يادونه هم وکړه.
نوموړي زياته کړه چي ددې جامع د ٢ پوړونو کار له وړاندي پاى ته رسېدلى او د دريم پوړ کارونه يې هم په خورا چټکۍ سره پر مخ روان دي چي له اوسني پلان سره سم به تر راتلونکو اتو مياشتو پوري بشپړ سي او جامع به لمونځ کولو ته تياره سي.

کندهار والي له هغه کندهاري سوداګر څخه هم مننه وکړه چي د دريم پوړ د کانکريټ اچولو لپاره يې له شپږ زره ګونۍ څخه اضافه سيمنټ ورکړي ول او په دې توګه يې له ديني اماکينو او عام المنفعه تاسيساتو سره خپله مينه ښکاره کړې وه .

د کندهار د عمر بن خطاب مسجد جامع چي له کلونو کلونو يې د رغوني کار روان دى د افغانستان په کچه تر ټولو لويه جامع ده چي د دارالحفاظ، مسجد، د ښځو لپاره جامع، دوکانونو او مارکېټونو ترڅنګ پکښي پارکونه هم په نظر کي نيول سوي دي.