کور / تازه خبرونه / قيوم پخلا : ١٣ لکه ٦٥ زره کوچنيان به واکسين کړل سي

قيوم پخلا : ١٣ لکه ٦٥ زره کوچنيان به واکسين کړل سي

کندهار افغانستان- د پوليو يا ګوزڼ پر ضد واکسين نن په رسمي ډول د يو لړ مراسمو په ترسره کولو پيل او د لوی کندهار په کچه به پکي ديارلس لکه پنځه شپېته زره ماشومانو ته ورکړل سي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا چي د پوليو کمپاين د پيلېدو په اړه جوړي سوي غونډي ته يې خبري کولي وويل، د پوليو يا ګوزڼ واکسين کمپاين د لوی کندهار په کچه راپيل سو چي درې ورځي به دوام وکړي او تر پنځه کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته به ورکړل سي.
ډاکټر پخلا د خبرو په ترڅ کي د ماشومانو له پلرونو جدي غوښتنه وکړه چي د خپل ايماني، وجداني، انساني او افغاني احساس له مخي بايد په ياد کمپاين کي په بشپړ ډول ونډه واخلي او په دې توګه خپل راتلونکی نسل له فلج غوندې ناوړه او خطرناکي ناروغۍ څخه وژغوري.
نوموړي اوسمهال د کندهار په کچه د نږدې ٣٠ پېښو د لرلو خبره ياده کړه، خو يادونه يې وکړه که چيري په ليرو پرتو سيمو کي د خلکو همکاري موجوده وي په راتلونکي وخت کي به د فلج هېڅ پېښه پاته نه سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا غونډي ته د خبرو پر مهال په بشپړ ډول د پوليو کمپاين د تطبيق په برخه کي د والدينو رول خورا اړين او مهم وباله او يادونه يې وکړه، که چيري مېندي او پلرونه په دې اړه باخبره واوسي، خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي، په سيمه کي به هيڅ ماشوم په دې ناوړه ناروغي اخته نه سي.
نوموړي په تاکيد سره وويل، اوسمهال د فلج يا ګوزڼ ناروغي تر ماينونو هم ناوړه او خطرناکه ده چي په خبره يې له ماين څخه د متاثير کس درملنه شونې خو د فلج يا ګوزڼ درملنه ناشونې ده.
د پوليو پر ضد دواکسين دغه دوره دا ځل د کندهار ولايت د ارغنداؤ ولسوالۍ د سرکاري باغ په سيمه کي پيل سو چي پکښي د روغتيايي کارکوونکو ترڅنګ د سيمي مشرانو او سپين ږيرو هم برخه اخستې وه