د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه په امریکا کې اوه ويشت کلن ځوان مارک زکربرګ ، د فیسبوک په نامه د اړیکو یوه ټولینیزه شبکه ( جال ) جوړه کړه ، چې په لنډه موده کې په چټکۍ مشهوره او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده.
دغه شبکه د ټولنیزو اړیکو لپاره ډېره ښه او اسانه لاره ده ، له دې لارې هرڅوک کولی شي ځان ته ملګري پیدا کړي ، له هغوی سره خبرې وکړي، عکسونه او ویډیو ګانې شریکې کړي او نور ټولینیز مسایل مطرح کړي.
دا يوه داسې شبکه ده ، چې د هېوادونو نظامونه یې ړنګ کړي دي ، د بېلګې په توګه د مصر په هېواد کې د (عرب پسرلي ) په نوم پیل شوي ټولنيز پاڅونونه يادولای شو ،چې فسبوک شبکې پکې مهم رول درلود او له امله يې دحسن المبارک واکمني رانسکوره او ټولو عربي هېوادونو ترې ورته الهام واخيست .
همداسې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم له فیسبوک څخه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې اخیستل کیږي،خو یاده شبکه بیا زمونږ په هېواد کې په بېلابېلو ډولونو کارول کېږي ، ځیني خلک یې د دوستانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره ، یوه ډله یې د خپلو نظریاتو ، مفکورو ، عکسونو او ویډیوګانو د شریکولو لپاره او ځینې یې د خپل پوهاوي د لوړولو لپاره کاروي .
داسې خلک هم شته چې په فیسبوک کې خپل او د ملګرو قیمتي وخت ضایع کوي او داسې انګیري ، چې فیسبوک د ټوکو ټکالواو بنډار ځای دی، کله چې عادي کارونه ترسره کړي، ژرترژره یې په فسیبوک کې لیکي لکه :
“On the way to…” زه په لاره یم.
“I am cooking” زه پخلی کوم.
ځیني لیکي: نن زه ډېر خواشینی یم .
نن زه ډیر خوشحاله یم او یا نن زه تر ټولو خوشحاله ورځ لرم .
یوشمېر بیا دخپلو ماشومانو ، ډوډۍ خوړلو ، بهر ته دسفر او نور … تصويرونه له واره خپل فیسبوک کې پورته کوي.
خبرې لنډوم اصلي مطلب ته راځم او هغه دا چې مونږ باید له فسبوک نه دخپلې پوهې دلوړولو کار واخلو ، د نورو له فکر او علمیت څخه پوره ځان خبر کړو او هغه څه پرې خپاره کړو ، چې دنورو ملګرو لپاره ګټور وي ، همدا ډول دځينو مسايلو په اړه زموږ رغنده نظرونه او مشورې هم موږ او هم دفسبوک ملګرو ته درنښت ورکولای شي .
هیله ده خاطر مو پرې دروند نه شي .