کندهار افغانستان- په کندهار ولايت کي د ايران د اسلامي جمهوريت کونسلګرۍ ددغه هيواد د اسلامي انقلاب د برياليتوب ٣٤ کليزه ولمانځله.
دغه لمانځغونډه نن د کندهار په يوه شخصي سالون کي جوړه سوې وه چي ورته د ايران د کونسلګرۍ په بلنه باندي کندهار والي، د يو شمېر اداراتو رئيسان، قومي مخور، ديني عالمان او د نورو هيوادونو سرکونسلان راغلي ول.
په کندهار کي د ايران هيواد سرکونل ذوالفقار امير شاهي ددې غونډي په پيل کي د ايران د اسلامي انقلاب په باب ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له هغه وروسته يې د يران حالات تر پخوا ډېر ښه تعبير کړل.
نوموړي زياته کړه چي له دغه انقلاب وروسته يې په هيواد کي ډېر زيات تغيرات راغلي او د پرمختګ لوري ته يې نور ګامونه پورته کړي چي ورسره سم يې د افغانستان په ګډون د نورو هيوادونو سره هم اړيکي ښې سوي دي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په دې غونډه کي د ايران د کونسلګرۍ له لاري په کابل کي د ايران سفارت او له هغه طريقه ددغه هيواد دولت او ملت ته د اسلامي انقلاب د برياليتوب د ٣٤ کليزي مبارکي وويله.
نوموړي ايران او افغانستان د دوو ښه همسايه هيوادونو په توګه ياد کړل او زياته يې کړه چي دواړو هيوادونو د تاريخ په اوږدو کي له يو بل سره په اکثرو مواردو کي مرستي او همکارۍ کړي دي.
هغه نن په دې غونډه کي د ايران کونسلګرۍ له هغو مرستو او همکاريو چي دلته يې د وېزې ورکولو په برخه کي له افغانانو سره کړي مننه وکړه او په عين حال کي يې ترې وغوښتل چي په دې برخه کي نور ګامونه هم واخلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه