په افغانستان کې دناټودبهرنیوځواکونودعمومي قوماندان جنرال جان الن پرځای دامریکا دسمندري ځواکونویو مرستیال قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ وټاکل شو.
داسې ښکاري چي جنرال جوزیف به د۲۰۱۴ کال ترپایه دجنګېدونکو بهرنیوځواکونوتر وتلو پورې په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو وروستې قوماندان وي.
جنرال ډنفورډ به دامریکا سمندری قواوو د ،۶۸۰۰۰ زروسرتیر دنده په غاړه واخلي اودایساف دایئتلافي بهرنیوځواکونو (۱۰۰۰۰۰)دسلوزرو پو خیانومشری په غاړه ولري . نوموړۍ به په افغانستان کې دنړیوالو ځواکونو هغه وروستی قومندان وي، چې دنده یې تر ډېره حده له افغانستانه دبهرنیوځواکونودوتلو پر بهیر اوافغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د لېږدولو پر مسایلو پوري اړه ولري.نړیوال ځواکونه پلان لري، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې خپلي پوځي ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.
دجنرال ډنفورد نه مخکي جنرال الن په افغانستان کې د ۱۹ میاشتو لپاره د بهرنیو ځواکونومشر پاتې شوی او نوموړي د ۲۰۱۱ دجولای په لومړیوکې دایساف قوماندان ټاکل شوی وو. دهغه په مرسته دافغانستان دپوځ شمیر تر ، ۳۵۲۰۰۰ پوځیانو پوري ورسیدي. ولي دهغه دماموریت پرمهال دافغانستان په جګړیزو بریدونوکي کمبو رانغلي او دهغه نه بریالیتوب اوناکامي دافغانستان دکړکیچني اونا آرامي وضعي یوه ښکاره بیلګه ده.
دناټونوی قوماندان جنرال ډنفورددامریکاماساچوسټس ایالت په بوسټن کې په کال کي ۱۹۵۵ زیږېدلی دی اوپه ۷۷ ۱۹کې یې پوځي خدمت پیل کړی دی.په ۲۰۰۳ کال کي پر عراق باندی د یرغل پرمهال یې دسمندري ځواک له ۵ قطعې سره د “جو جګړې” لقب ګټلی وو او د ۲۰۱۰ له اکتوبره څخه د۲۰۱۲ ددسمبر پورې د امریکا دسمندري ځواکونومرستیال قوماندان پاتې شوی دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه