کور / هراړخیز / په سوله کې د افغان میرمني رول

په سوله کې د افغان میرمني رول

په افغانستان کې جګړه له کلي شروع شوي او باید بیرته په کلي کې ورته د حل لاري پیدا شي ترڅو دا خونړۍ جګړه پاي ته ورسیږي، دا کړیدلي او ځوریدلي ولس چي د لسیزو راهیسي د سولي په ارمان دd او په دي طمعه هر سهار له خوبه پاڅي چي کله به دي هیواد ته سوله راځي. ددي خوب د ریښتیا کیدو په خاطر هغه څوک مهم رول لوبولي شي چي ډير زیانمن شوي دي، هغه باید څوک وي؟ زما په اند هغه افغان میرمن ده چي د ډیري مودي راهیسي هغه محکومه بلل کیږي، کلیو، لرو پرتو سیمو او ان په ښارونو کې د بیوزلي، بي خبري او محرومیت ژوند تیروي، له ښوونځي او پوهنځي څخه لري ساتل کیږي ،ان د خپلو اساسي او مدني حقوقو څخه هم بي برخي ساتل شوي او لا ساتل کیږي.

دلته څلور کسان د یو شخص پوري اړوند په جګړه کې دخیل دي یعني د جګړي هغه توکي شمیرل کیږي چي تل پري د جګړي میدان تود ساتل شوي، دا چي دا جګړه د څه لپاره روانه ده او ولي روانه ده بحث دي. پلار، ورور، ځوي او خاوند، که د پلار په مرګ میرمن بي پلاره کیږي چي دلته ورته یتیم وویل کیږي، د ورور په مرګ میرمن بي وروره کیږي، او د خاوند په مړني میرمن کونډه یږي، او د زوي په مرګ میرمن بوره کیږي،نو موږ استدلال کولای شو چي د رواني جګړي ترټوله دردمن، ځوریدلي، او کړیدلي شخص افغان میرمن بلل کیږي.

که چیري افغان میرمن د خپلو ټولو مشروع حقونو څخه برخمنه شي نو بیا په هغي حالت کې افغان میرمن کولي شي چي د رواني جګړي د پاي ته رسیدو او سولي راوستولو کې د یو فعال عناصر په توګه خپله نده ترسره کړي. نو هغه څلور کسان چي د هر میرمن تر ټولو نژدي اشخاص بلل کیږي، چي د اوسنۍ جګړي توکي دي همدا میرمن کولي شي چي د خپلو عاطفي، میني، مهربانۍ پوهي اوځیرکتیا په وسیله هغه ټول وهڅوي یا تشویق کړي چي نوره جګړه ونکړي او د سولي ټکي ته لبیک ووائي، نو افغان میرمني به خپل فرض ادا کړي وي. خو که افغان میرمن د ښوونځيو او پوهنځيو څخه لیري ساتل کیږي، او صرف د بدو، دښمنۍ، پیسو او داسي نورو ناوړو دودونو قرباني وي نو بیا د سولي نوم یوه افسانه وګنل شي. پدي حالت کې به مونږ بایلوونکي بلل کیږو نه ګټونکي.

اوس هره ورځ لسګونه ډيري پيسې د امینت لپاره خرڅيږي، که چیري دلته سوله راشي نو ټوله سیمه به امن شي او هغه لسګونه پيسې چي نن په امینت راوستلو باندي مصرف کیږي بیا موږ پدي پیسو باندي د خپل ګران هیواد وران او ویجاړ اقتصاد پیاوړي کړو او د نورو هیوادو منجمله ګاونډیو له احتیاج څخه خلاص شوو. او په راتلوونکي کې د یو پیاوړي، صنعتي، زراعتي او اقتصادي افغانستان خاوندان شو.

باید ناخوالو ته د پاي رسیدو لپاره هلي ځلي وشي، ترڅو مو خپل هیواد له ناروین څخه ژغورلي وي ،نه صرف نیوکي.