کور / هراړخیز / افغان دولت د کم فساد مخ نیسي ؟

افغان دولت د کم فساد مخ نیسي ؟

په ګردآب ورځ پاڼه کښي مي سترګې پر یوه موضوع ولګیدلي چی سرلیک یې و (ورکه غوټه)د ارغندآب ولسوال پر نورو نور پر ولسوال د فساد تور لګوي . د کندهار د ارغندآب ولسوال څارنوالی ته ورپیژندل سوی دی،څارنوالي وایي هغه وظیفوي غفلت کړی دی،خونوروسرچینو ګرداب ته ویلی چی ولسوال په فساد تورن دی ولسوال وایي پرده هغوکسانود فساد تور لګولی دی چی ده ورته د خلګو دپاره په ورکړل سوی مرستوکي ونډه نده ورکړې.

ویل کیږي فساد په هغو پیسوکی سوی دی چي نړیوالو ځواکونود ارغندآب هغو کرونده ګروته ورکړی وی چی باغونه او کورونه یې دوه کاله مخ کشی په پوځي عملیاتو کی زیانمن سوی وه .

(۳۷ګڼه نیټه دوشنبه د سلواغي ۳. ۱۳۹۱لمریز)

کم فساد ؟

قضایه فساد، مقنینه فساد، او که اجرایه فساد،؟ لیکن بیا هم فساد څه شی دی؟ زما په اند،کله چي موږ د خپل هیواد مقرراتو او قوانینو څخه سرغړونه کو،اویا په صمیمانه توګه هغوی تر پښو لاندي کو دي ته فساد وایي.

چاته فاسد ویلای سو؟

فساد یوازي دا نه دی چي یو ټرافیک پولیس د سړک پر غاړه د چلونکي څخه په ناقانونه توګه پیسې اخلي،فساد یوازي دا نه دی چي دولتي مامورد دندي پر مهال دخلګو څخه ناقانونه رشوت غواړي،فساد یوازي دا هم ندی چي تجار د اموالو په واریده کښي تر وخت تیر او بي کیفیته توکي وارید کړي،په ټولنه کښي شاید هر څوک فساد وکړي،چي دا تر ډیره حده په ټولنه او چاپیریال پوري اړه لري.دا هم فساد دی چی یو دولتي رئيس په ورځو ورځو په دفتر کښي خاضر نه وي،فساد دې هم ویلای سو چي دولتي مامور د رسمي کار په وخت کښي په شخصي کار مصروفه وي،فساد دا هم کیدلای سي چي دولتي کارمند د مراجعینو په کارونو کښي ستونزي جوړوي،چي فساد ته لاره هواره کړي.او باید پر دې موضوع وږغیږو چي زموږ په ټولنه کښي کم ډول فساد شتون لري.

په پرتلیزه توګه د دریمي نړی هیوادونه شاید تر هغو هیوادونو زیات په فساد کي ښکیل وي چي پر مخ تللي دي،شاید دا رشتیاوي.

لیکن ولي باید یو څوک فاسد نه وي؟

ځکه چي فساد په اخیر کښي زموږ ضمیر او روح له تنه وړي،راسئ چي خپل د هیواد اساسي قانون خپل روح او تن وګڼو،او دې ته ژمن سو چي خپل روح او تن ته مو حق اولیت ورکړی وي نه فساد ته.

ځني خلګ داسي فکر کوي چي هیوادونه فاسد دي،خو یو هیواد هیڅکله هم نه فاسدیږي،فاسد يې خلګ وي.

په نړی کښي داسي نړیوال پرینسیپونه او قوانین سته چي فاسد هیوادونه مجازات کړي،او پر هغوی بندیزونه ولګوي.

دا د نړی پر مخ هغه هیوادونه دي(فاسد هیوادونه)چي د نورو هیوادونو د ستړو او ستومانه ملتونو او خلګو خولې او ستړیاوي د تازه میوې په توګه نوشیجانوي.

داسي هیوادونه باید د نړیوالو جرمونو په فورم کښي،د بشریت ضد هیوادونو په قطار کښي شامل سي.

چي له بده مرغه د نوموړو هیوادونو په قطار کښي زموږ ګران هیواد افغانستان هم شامل دی.په دې هیواد کښي چي ډیر غني کلتور او فرهنګ لري او د ګډو ارزښتونو شریک مراث دی،د فساد کچه یې په پرتلیزه توګه توپیر لري. په یاد هیواد کښي فساد ډیر ژر خپل هدف ته ورسیدی.

موږ اوس په سلهاو ډوله فساد لرو،چي دې ستري پدیدې ته اوس هم افغان دولت او هم ستړی او ستومانه ملت هک حیران دی.په وړاندي یې مختلفي ادارې او اورګانونه فعالیت کوي تر څومخه یې ونیسي،مګر بیا هم فساد په ډیره لوړه کچه(حتی په اول نمبر) زموږ ملګري کوي.

افغان دولت چي کله د فساد پر ضد طرحي او ریفورم جوړوي هغوی فساد ته نوي ډولونه او رنګونه ورکوي.

افغان دولت ته اوس خپل فاسد وزارتونه، ولایتونه،ولسوالئ او په خاصه توګه اشخاص حتی څرګند دي،تاسو د یو بیچاره ولسوال د فساد یادونه کوئ.هغه ولسوال چي د دولتي دندي له برکته یې یوازي یو څو عصري کورونه او کاریزونه پیرلي دي،هغه غریب خو د چا سره په ټیکه او پټه معامله هم نه دی شریک.یوازي د یو څو نفرو ملکانو او ریسانو سره پیژني چي دا کار یې د دندي په اصولو او جوړښت کښي شامل دي.

زما په اند لاندي ټکي د فساد په کچه کښي لږوالی لرلای سي.

۱:د استعداد له مخي استخدام

۲:ساحوي حقایق پ نظر کښي نیول
۳:قوي نظارت

۴:ځوان او لوستي نسل په کار اچول

۵:د وظیفوي غفلت په وخت کي جدي اقدام

یوه ورځ به حقیقت راته څرګند سي،پیاوړی الفت یې په اړه داسي وایي:

چي پلو له مخه لری د هر چا سی. دا رنګیني جامي څیري د ریا سي.

حقائق ټول را بهر سي له حجابه. پټ کارونه را څرګند زما او ستا سی.

که رازونه که رمزونه که اسرار دی. لکه ستوری د اسمان هسي رسوا سی.

مقصدونه غرضونه عملونه. بې پردی او بې سیرته برالا سی.

د تلبیس ښایسته رنګونه ټول سی محوه. پخپل څېرښکاره روا او نا روا سی.

د هر چا زړه کښی چي هر څه وي لیکلی. دی پخپله د هغه نقش ګویا سی.

هغه دغه ښه او بد مخونه لڅ کړی. توره شپه له منځه ولاړه سی سبا سی.

لیک د حق او حقیقت وی پ هر لاس کښي. د تیارو شپو واقعات واړه رڼا سی.

ډیرښایسته او سپین مخونه به تک تور وی. ډیر ښاغلي به په دغه ورځ سر تور وی.

د سپیڅلي او شفاف چاپیریال په هیله.