کور / تازه خبرونه / هلمند : د ماين چاودني ٦ اولسي وګړي وژلي

هلمند : د ماين چاودني ٦ اولسي وګړي وژلي

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په نادعلي اولسوالۍ کي د ماين چاودني شپږ اولسي وګړي وژلي .
چارواکي وايي چي دا ماين د وسله والو له خوا د سړک په غاړه کي ځاى پر ځاى سوى وو او تېره شپه اووه بجې مهال د اولسي وګړو پر يوه موټر چاودلى چي ياد کسان ئې وژلي .
د هلمند ولايت د والي وياند احمد ځيرک لراوبر ته ويلي چي ياد کسان د يوې کورنۍ غړي دي او په وژل سوو کي دوې مېرمني ، دوه سپينږيري او دوه ځوانان شامل دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.