کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٤ مليونو ډالرو پروژې ګټي اخستني ته وسپارل سوې

هلمند : د ٤ مليونو ډالرو پروژې ګټي اخستني ته وسپارل سوې

د پوهنې وزير په هلمند كې د څلورمليونوډالروپروژې گټې اخيستنې ته وسپارلې
د هيواد د پوهنې وزيرډاكترفاروق فاروق وردگ چې هلمند ته د چهارشنبې په ورځ په يودوه ورځني سفردې ولايت ته راغلى وپه همدې ورځ چې د هلمند والي الحاج محمد نعيم اوددې ولايت نورومسؤلينويې هم ملتيا كوله لومړى په بولان سيمه كې د كرنې د انستيتيوت د ليليې ودانى چې د انگلستان هيواد لخوا د يومليون امريكايي ډالروپه لگښت جوړه اوپه يوه وخت ۲۴۰۰ تنه ځايولى شي د پټى په پريكولوسره پرانيسته.
وروسته يې د پنجشنبې په ورځ په هغه لويه غونډه كې برخه واخيسته چې ددې ولايت د چارواكوترڅنگ د سلگونوښوونكوازده كوونكوپه گډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم اوځينونورووينا والو د هلمند د پوهنې د بهيرپه ستونزواوپرمختگونورڼا واچوله اود پوهنې له وزيرڅخه يې مننه وكړه چې دې ولايت ته يې سفركړى اوله نږدې څخه په دې ولايت كې د پوهنې له حال څخه ځان خبروي.
وروسته د پوهنې وزيرډاكترفاروق وردگ وويل چې په دې ولايت كې د ښوونكود كموالي،د درسي كتابونونشتوالي اود ښوونځيود ودانيوجوړولوته به ځانگړې پاملرنه وكړي.
هغه وويل چې په دې ولايت كې به د ۱۵۰ تړلوښوونځيوپه پرانيستلوكې كوټلي گامونه پورته كوي اوددې ترڅنگ به په دې ولايت كې د شپږمليونوامريكايي ډالروپه لگښت ۳۵ ښوونځيوته چې په مركزلښكرگاه اوځينوولسواليوكې شتون لري ودانى جوړې كړي.
هغه د هلمند له اوسيدونكووغوښتل چې د ښوونځيوپه ساتنه اوبيا پرانيستلوكې له دوى سره پوره مرسته وكړي.
تردې غونډې وروسته يې په لښكرگاه ښاركې د هغه زده كوونكولپاره د ليليې ودانى چې له ولسواليوڅخه د زده كړې په موخه لښكرگاه ته راغلي له ځايي چارواكوسره يوځاى پرانيسته.
ياده شوې ودانى د ډنمارك هيواد په مالي مرسته د څه باندې درى مليونه امريكايي ډالروپه لگښت د تيرودريوكلونوپه موده كې جوړه شوې چې په يوه وخت د دوه زره تنونارينه اوښځينه زده كوونكود ځايولوظرفيت لري.
په نوموړې ليليه كې دا مهال د بيلابيلوولسواليوڅخه راغلي اوه سوه تنه زده كوونكي هستوگن دي.