پېښور، د پېښور د گلبهار پر سرک نامعلومو موټرسايکل سپرو د پېښور هائي کورټ يو وکيل ملک جرار پر موټر بريد کړى چې له امله يې نوموړى ځاى په ځاى وژل شوى دى، نوموړي ښوونځي ته خپل ماشومان بوتلل، بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي او د ګلبهار پوليسو پلټنې پيل کړي دي.