کور / هراړخیز / دیالکتیک – همیشه ګل دښتي

دیالکتیک – همیشه ګل دښتي

د دیالکتیک مانا د مباحثي له لارې د حقیقت او رښتیا لټون دئ. همدا رنګه دیالکتیک د پوښتنې او ځواب له لارې منطقي مباحثي ته هم وایی. چې د لومړۍ ځل لپاره زنون الئایی د مباحثي د دې شکل څخه کار واخیست، بیا اپلاطون هم وکاروله. هیګل دا کلمه په نوی بڼه له سره وکاروله او د فلسفی په شکل یې تدوین کړه. د هیګل دیالکتیک هغه فلسفه ده چې وايی: ټول څیزونه او اجسام سره تړلي او په ارتباط کې دي. هر څیز په یو داسې حرکت کې دئ او دا حرکت په ټاکلو قوانینو سره صورت مومي. او په دې قوانینو کې تضاد اساسي نقش لري. تغیر او حرکت د تضادوتو د ټکر نتیجه ده. مګر د تغیر په جریان کې تضادونه یو د بل سره متحد کیږی. او دا د ضدینو د وحدت اصل دئ. په حقیقت کې په هره مبارزه کې په لوړه سطح کې وحدت پټ دئ. یا له بلي خوا تضاد د پرمختګ پیشرفت سبب او لازمي شکل دئ او ټول موجودات په خپل وجود کې د تضاد نطفه لري.

دیالکتیک ادعا کوی، چې د هر تغیر او تحول په پایله کې کله چې د تضادونو ترمینځ کشمکش یوی خاصي مرحلې ته ورسیږی، یو ناګهانی ټوپ صورت نیسې او د دې ټوپ په پایله کې نوی څیز یا شکل زیږي، چې نوی کیفیت او جوهر لری، که څه هم چې دا ټوپ په هررنګه عناصرو کې صورت ومومي. مارکس د هیګل دیالکتیک د ټولنې د تاریخ مادی تفسیر لپاره وکاروه او خپله فلسفه ئې د هیګل د ایدیالسیټي دیالکتیک په وړاندې (ماتریالیزم دیالکتیک) ونوماوه.

د مارکس دیالکتیکی اصول دا دي: دیالکتیک د میټافزیک فلسفي برخلاف طبیعت د تړلی یو موټي او کل په توګه ګڼی چې په هغې کې ټولې پدیدې او څیزونه یانې شیان یو پر بل متکي دئ او یوبل تعینوي، یانې ټاکی.

دیالکتیک د میټافزیک فلسفې بر خلاف ادعا کوی چې طبیعت د دایمي حرکت او تغیر په حال کې دئ. پرله پسې نوی کیږی او پراخیږي.

دیالکتیک د میټافزیک پرخلاف د پراخیدو ودې او تکامل جریان د میټافزیک په شان ساده نه ګڼی یاني کیفی تغیرات تدریجي نه ګڼی، بلکې د یالکتیک د میټافزیک بر خلاف په ټولو شیانو او پدیدو کې داخلی تضاد د مهم اصل په توګه ګڼی. او د دې ضدینو مبارزه د تکامل د جریان ذاتي ماهیت بولي.