کور / تازه خبرونه / کندهار والي: کډوالو ته دي تر راتګ مخکي د ژوند شرايط اماده سي

کندهار والي: کډوالو ته دي تر راتګ مخکي د ژوند شرايط اماده سي

کندهار افغانستان- کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د سازمان UNHCR له مشر سره وکتل او هغه ته يې وويل چي افغان مهاجرينو ته دي تر بيار راګرځېدو مخکي د نورو اوسېدونکو په شان د ژوند کولو شرايط چمتو سي.
نوموړي زياته کړه چي افغان ټولني ته د بهر ميشتو افغانانو په راګرځېدلو سره کېداى سي چي دلته د مسلکي کدرونو په برخه کي هغه تشه هم چي د جنګونو او جګړو په پايله کي رامنځ ته سوې له منځه ولاړه سي ولي تر هغه مخکي بايد د بيا راستنېدونکو افغانانو لپاره هغسي شرايط چي د ټولني نور عادي وګړي يې لري برابر سي.
هغه وويل چي ښوونځى، کلينيکونه، رهايشي ساحې، په عمر پخو کسانو ته د مسلکي روني ټريننګونه او د کارونو پيداکول هغه برخي دي چي دغه راستنېدونکي کسان به تر ټولو لومړى ورته اړتيا ولري.
کندهار والي له همسايه هيوادونو د افغان کډوالو د بياراستندني په برخه کي د کارکوونکو دولتي اداراتو ظرفيتونه هم تر هغه چي اړتيا يې ليدل کيږي ډېر ټيټ وبلل او په دې برخه کي يې هم د مسلکي خلکو د روزني او هم د هغوى د اکمال او تجهيز لپاره وړانديز وکړى.
نوموړي په دې برخه کي د هغو ممکنه اندېښنو او تشويشونو په اړه هم خبري وکړې چي کېداى سي د بياراستنېدني په برخه کي ورسره دولتي او نړيواله ټولنه مخامخ سي او دغه لړۍ له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
هغه له بهر څخه د افغان کډوالو د بيا راستنېدو پروسه يوازي په مهاجرينو وزارت او UNHCR پوري منحصره ونه بلل، بلکه په دې برخه کي د ښه کار لپاره يې همه جانبه هڅي او کوښښونه د کليدي نقطې په توګه ياد کړل.

د افغانستان لپاره د يو اين ايچ سي آر رئيس بو شاک له کندهار والي سره په ننۍ ليدنه کي وويل چي په افغانستان کي يې د ماموريت له پيل سره سم له کابله دباندي لومړى سفر کندهار ولايت ته کړى.
نوموړي زياته کړه ځکه يې کندهار ته لومړى سفر کړى چي دغه ولايت هم ددوى لپاره له اساسي اهميت برخمن دى او هم يې د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان په ټولو غورځنګونو کي مهم او کليدي نقش لوبولى دى.
هغه وويل چي د مهاجرينو راستندېنه بايد د افغان دولت د پرمختيايي کارونو له ډلي واوسي او دې برخي ته هم داسي توجه وسي څنګه چي ددغه هيواد د نورو برخو ودي او انکشاف ته کيږي.
ښاغلي بوشاک د نن ورځي په مجلس کي وويل چي د افغان کډوالو د بيا راستنېدلو په پروسه کي هر ډول خنډ او ناکامي نه يوازي داچي افغانستان زيانمنولى سي بلکه د منطقې د هيوادونو لپاره هم يو سور څراغ دى چي بايد ورته زياته توجه وسي.
هغه وويل دوى هم په مرکزي سطحه کي کار کوي چي له ډېرو سالمو رودو په استفاده افغان مهاجرين خپل هيواد ته راستانه کړي او له هغه مخکي ورته د افغان دولت په مرسته د ژوند کولو شرايط اماده کړي.