کور / تازه خبرونه / په امنيت شورا کي د تبليغاتي جګړې پر غښتلي کولو بحث وسو

په امنيت شورا کي د تبليغاتي جګړې پر غښتلي کولو بحث وسو

کندهار افغانستان- د کندهار والي په مشرۍ د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي د وسلوالو سره د ښې مبارزې په موخه د تبليغاتي جنګ پر زياتېدو او غښتلتيا باندي بحث وسو.
نوموړي د امنيتي ارګانونو مسؤلينو ته وويل چي په تبليغاتي برخه کي خپل کارونه او فعاليتونه زيات او قوي کړي او مخالفينو ته ددې چانس ورنکړي چي د سمو معلوماتو او خبرونو د رسولو پر ځاى ناسم او تخريبوونکي مسايل د خلکو تر غوږونو پوري ورسوي.
کندهاري والي همداراز زياته کړه چي ټولو خلکو ته بايد د هغو فعاليتونو او کارونو په باب چي افغان ملي امنيتي ځواکونه او ملکي اداره يې کوي خلکو ته معلومات ورکول سي او دا ور وفهمول سي چي دغه رغوونکي کارونه د خلکو او هيواد د ښې راتلونکي په هدف سرته رسيږي.
په ننۍ امنيتي شورا کي انګلستان او ځينو نورو اروپايي هيوادونو ته د افغانستان د جمهور رئيس د وروستي سفر په اړه هم خبري وسوې او دغه ليدني د افغانستان د راتلونکي او د سولي، اقتصاد او پرمختيا په برخو کي له اساسي اهميته ډک وبلل سو.
د شورا رئيس د ټولو ارګانونو مشرانو ته دنده وسپارله چي د پسرلي له رارسېدو سره سم په خپلو خپلو برخو کي نوي نهالان ولګوي او د يوه سمسور کندهار او اباد افغانستان په درلودلو کي خپله اسلامي او وطني وجيبه او فريضه په سمه توګه سره سرته ورسوي.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق اڅکزي په ننۍ غونډه کي وويل چي د مخالفينو مختلفي ډلو او اکثرو قومندانانو د افغان ځواکونو سره په نښتو کي نه جبرانېدونکي خسارې ليدلي او له زيانونو سره مخ سوي چي دې کار يې مورال له خاورو سره سم کړى او تيت و پرک سوي دي.
نوموړي زياته کړه چي تبليغات جنګ او پروپاګند اوس د وسلوالو مخالفينو لپاره د يوازينۍ لاري په توګه کار ورکوي او هغوى لا نوره هڅه هم کوي چي دغه برخه پسې پياوړي کړي.

په سهېل کي د سرحدي پوليو د دريم سرحدي زون قومندان پاسوال تفسير خان خوګياڼي وويل تېره اوونۍ يې د کندهار په سرحدي ولسواليو کي د وسلوالو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه عمليات کړي چي په نتيجه کي يې دوه تنه وسلوال مخالفين ژوندي نيول سوي دي.
هغه زياته کړه چي په دغو عملياتو کي يې ٤٥٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ کيماوي سره هم چي په ماينونو کي ورڅخه د استفادې له خاطره پرې دولت بنديز لګولى نيولې ده.
نوموړي همداراز د هغه ايراني تبع چي په جعلي پاسپورټ افغانستان ته راغلى و د نيولو خبر هم ورکړى او زياته يې کړه چي په هوايي ډګر يې سرحدي پوليس په دې برخه کي خورا ځيرک سوي دي.
د امنيت شورا په ننۍ غونډه کي د افغان ځواکونو ترمنځ د همږغۍ شتون د هغوى د پياوړتيا عمده راز وبلل سو او ټولو ته هدايت وسو چي همېشه په ټولو ساحو کي د افغانستان د دښمنانو له لټه کي واوسي او پر قراره يې پرېنږدي ترڅو خلکو ته ستونزي راولاړي کړي.