د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې د ايران سرحد ته نژدې ١٠٠٠ کېلوګرامه نشيي توکي نيولي .
د دې ولايت د سرحدي څلرم زون چارواکي وايي چي ياد نشيي توکي ئې د دې ولايت په جوين اولسوالۍ کي نيولي .
چارواکي همدا ډولي وايي چي په دې تور ئې تر اوسه څلور ايراني اتباع نيولي او اوس مهال ورڅخه پوښتني او ګروېږني رواني دي .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي د ايران پر سرحد سرحدي پوليس د دا ډول توکو د نيولو خبره کوي بلکي د تېرو کال په اوږدو کي ئې څو ځله نشيي توکي نيولي .