د سړک په منځ کې د شګو يوه ډېرۍ ولاړه وه.لنډه بېلچه پکې خښه وه او څنګ ته يې يو ټايره لاسي کراچۍ درېدلې وه.د کور مېرمنې ويل:خانصاب! دا شګه به کور ته د ننه کړې!
د شګې ډېرۍ راته سم غر ښکاره شو او دا غر خو راته هغه وخت نور هم لوړ شو چې کله ميرمنې وويل:له دې کاره چې خلاص شوې، بيا به کور کې صفايي وکړې.
نږدې و هر څه پرېږدم،خو نا چاري وه. نور را سره د خوراک پيسې هم نه وې پاتې. ملا مې وتړله، هم مې شګه باروله او هم مې وړله.
غرمه شوه. دلته نږدې د نجونو ښونځى و. رخصت شو. ډلې ډلې ترې را روانې وې.چا به سترګو لاندې خندلې او چا به راته د افسوس په بڼه سر خوراوه.کراچۍ مې ډکه کړې وه، ورو ورو روان وم. فکر مې بله خوا لاړ:
نتيجه اعلان شوې وه.زموږ د پوهنځي پر ديواله يې را ځړولې وه. لومړى نوم زما و. له ټولو مې ډېرې نمرې اخيستې وې. ټولګيوالو راته مبارکي ويلې، خوله مې له خندا ډکه وه. يو نا څاپه د موټر هارن شو، نږدې و کراچۍ رانه چپه شي. موټروان له ښيښې سر را وويست: خان صاب! د سړک منځ کې روان يې،لکه يوازې ستا سړک چې وي.ژر څنډې ته شوم. زما سړک څه چې زما وطن هم نه و.
دا مهال زما وطن کې د جهاد ټيکه داران خپلو کې نښتي وو. د وطن د ورانولو سيالي يې پيل کړې وه او همدې د ویجاړونې سيالۍ موږ د پرديو وطنونو ابادولو ته مجبور کړي وو او زما سر آن په کشمير لګېدلى و.
زه لا د همدې ناهيليو په ګرداب کې وم چې د کور ميرمنې غرمنۍ ته وبللم. کور درې خونې او يوه برنډه درلوده. د انګړ منځ کې د ليمو يوه ګوره ونه ولاړه وه. شنو پاڼو او زيړو ليمو ګانو يې ښکلا نوره هم زياته کړې وه. د همدې ونې خوا ته يې د ډوډۍ لپاره ځاى جوړ کړى و.
کوربنه د پاخه عمر وه. دې کور کې يوازې اوسېده. مخامخ راته کښېناسته، يوه يوه پوښتنه يې کوله. راته ويل يې: ستا وطن کې کار نشته؟
– نه، هلته جنګ دى وژنې دي.
– له چا سره؟ هلته کاپر دي؟
– نه،کاپر خو وخته وتلي دي، خپلو منځونو کې نښتي. دواړه خوا د ډزو په مهال الله اکبر وايي.
– توبه، توبه. جنګ غرونو کې دى؟
– نه، د ښار په منځ کي دى، کابل ښار کې دى، هره ورځ په لسګونو ښاريان وژل کيږي او کورونه يې ړنګيږي.
– ښه،ښه کابل، د کابل سیب، انګور. زما نيکه يې کيسې کوي، ډير ښکلى دى.
– نه،هغه اوس ښکلى نه دی، وسوزيده، لمبه لمبه شو، ويجاړ شو، تباه شو، اوس ښار نه دى يوه اديره ده.
هغې خوله کې ټکرۍ ننويسته، سترګې یې ډکې شوې. غلى شوم، ما ويل ولې په خپل غم نور ژړوې. شيبه دواړه غلي وو. د دروازې غږ شو، يو څوک راغى، دا ور پورته شوه. دواړه خونې ته لاړل. ما بيرته خپل کار شروع کړ. د چاى وقفې ته راغلم. ښځې د شېدو يوه پياله چاى له يوې پراټې سره راوړ.غمګينه ښکاريده. خو ما د پوښتنې جرئت نه درلود.
د کار وخت ختم شوى و. مزد يې را کړ، نور ترې تلم. اخر مې زړه غټ کړ، پوښتنه مې وکړه. هغه سلګيو ونيوله. ځان يې بېرته کنټرول کړ او بيا يې ويل: دا سړى مې ورور دى يو بل کلي کې اوسيږي او يو بل ورور مې لندن کې دى هغه پرون شپه وفات شوی، دې ورور مې ويل چې سبا يې جنازه راوړي. خپه شوم. ما ويل ولې دې مخکې نه ويل؟ هغې ويل: دا د غم خبر و. ته ستړى وې، ما ويل هسې نه دا خبر دې نا ارامه کړي، خپه شې.
د کشميرۍ ميرمنې دغه خبرې راته هر ځل هغه وخت رايادې شي چې کله مو هېوادوال ووژل شي، ماشومان، مېرمنې په وينو ولمبيږي او بيا يې کومه ډله په افتخار د وژنې مسووليت په غاړه واخلي. دوى د قربانيانو غم ته هم نه ګوري چې په هغوى به څه تېرېږي؟
محمد نعمان دوست،کابل
د سلواغې ١٤مه،١٣٩١