د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو چې تر موږ را رسېدلي د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې بیا هم د لندن د درې اړخېزې غونډې او له ناروې سره د ستراتیژیک تړون په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، پاکستان به دا ځل تر کومې د اندازې صادق پاتي شي؟
ورځپاڼه وړاندې لیکي، دا ځل د لندن په درې اخیزه غونډه کې په ډېره جدي او حیرانوونکي ډول سره پریکړې وشوې.
ورځپانې لیکلي، د پاکستان ولسمشر دا ځل په کلکه وعده کړې، چې د سولې لپاره به کار وکړي او اجازه به ورنه کړي، چې نور تروریستان د دوي له هېواد د افغانستان په ضد ګټه پورته کړي.
د ورځپانې په اند افغانان هم تر بل هر وخت د دې ناستې عملي نتایجو ته سترګې په لاره دي او تر بل هر وخت د سولې هیلې یې زیات شوي.
سرنوشت:
سرنوشت بلې خپلواکې ورځپانې په خپل لومړی مخ کې لیکلي، په درې اړخیزه غونډه کې پریکړه شوي، چې په شپږو میاشتو کې به د سولې لوظنامه لاسلیک شي.
د ورځپاڼې د کمیرون له خولې لیکلي، د غونډې پر مهال د پاکستان او افغانستان ولسمشرانو د معمول خلاف همکاري وکړه.
د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي د لندن په درې اړخېزې غونډې کې سولې ته هیلې زیاتې شوي او په کار ده چې سولې ته د رسېدو لپاره شوې پرمختګونه لا پیاوړي شي.
ویسا:
وېسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي امریکا د لندن د درې اړخیزې غونډې له کډې اعلامیې ملاتړ اعلان کړ.
وېسا په یو جلا مطلب کې د وحید مژده له خولې لیکل شوي په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، واشګنټن هڅه کوي له افغانستان نه د مسوولانه وتلو په هدف، طالبان د خبرو میز ته کینوي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان کړکیچ د مغرضو لاسوهنو له امله ژور شوی.
ورځپاڼې لیکلي باید په زغرده ووایو، چې د افغانستان د بحران عوامل پردۍ لاسوهنې دي.
هېواد دولتی ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دافغانستان او ناروې ترمنځ اوږ د مهاله همکاریو ستراتیژیک تړون لاسلیک شو.
د ورځپاڼې په باور د دغه ستراتیژیک تړون له مخې به د کابل او اوسلو ترمنځ د اقتصادي ،سیاسي او امنیتي همکاریو لپاره ځانګړی چوکاټ رامنځ ته شي.