په هلمند كې به په راتلونكوڅوورځوكې ۱۳۵ زره نيالگي كيښودل شي
دغه لړى په دې ولايت كې د چهارشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د والي مرستيا مسعود بختوراود يوشميرنورودولتي ادارومسؤلينوگډون درلود د څونيالگيوپه ايښودلوسره پيل شوه.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې په دې لړى كې به ددې ولايت په مركزلښكرگاه اوټولوولسواليوكې د كرنې رياست په هڅواود ځينونورواداروپه همكارى ټول ۱۳۵ زره ميوه لرونكي اوبې ميوې نيالگي كيښودل شي.
د نوموړي په وينا چې بې ميوې نيالگي دولتي اونورواداروته په وړيا توگه وركول كيږي چې پخپلوساحوكې يې كښينوي اوميوه لرونكي نيالگي د هلمند اوسيدونكود كمې بيې په بدل كې وركول كيږي چې ددې ولايت بيلابيلې سيمې ورباندې زرغونې شي.
هغه د هلمند له اوسيدونكوڅخه وغوښتل چې په دې برخه كې فعاله ونډه واخلي اوله خپل توان سره پخپل شاوخوا چاپيريال كې نيالگي كښينوي اود ساتنې اوپالنې په برخه كې يې هم پوره پاملرنه وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې ولايت كې د سولې په نوم اداره پلان لري چې ددې ولايت په مركزلښكرگاه اونادعلي ولسوالى كې ټول ۵۵۰ باغونه جوړاوگټې اخيستنې ته وړاندې كړي.