پېښور:دخېبرپښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي په ملاکنډ کې ډيرکسان مړه شوي دي . د درنو واورو او ګڼ باران له کبله ۹ کسان د کورونو ړنګېدو له امله مړه شوي، ۱۳ ټپیان دي او پنځه کسان د واورو ښوېدو له کبله مړه شوي دي.له چارسدې او مردان سیمو څخه هم د ۳ کسانو د مړه کېدو او ۷ کسانو د ټپي کېدو خبره شوې ده دي.بل لور ته په پنجاب ایالت کې د ګڼ باران له کبله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی. پنجاب کې له همدې کبله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کې دوه کسان یوه خوړ کې لاهو شوي او د یوه کور ړنګېدو له کبله یوه ښځه وژل شوې ده.له چارسدې او مردان سیمو څخه هم د ۳ کسانو د وژل کېدو او ۷ کسانو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.”پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو ویلي، د سوات په مینګوره کې تر اوسه اته فوټه او شانګله کې شپږ فوټه واوره شوې.د دې ادارې مشر ډاکټرعارف محمود وویل د بلوچستان په زیارت کې واوره اوري، چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به دوام وکړي.د نوموړي په خبره د باران تر ټولو ډېره کچه يي د سوات په سیدوشریف کې ثبت کړې، چې ۱۷۵ ملي متره ده