کور / تازه خبرونه / د ولايتي بيا رغوني ټيم سره د برېښنا پر برابرولو بحث وسو

د ولايتي بيا رغوني ټيم سره د برېښنا پر برابرولو بحث وسو

کندهار افغانستان- کندهار والي نن د خپل کار په دفتر کي ددغه ولايت له پاره د ولايتي بيارغوني ټيم له نظامي او ملکي مسؤلينو سره وکتل او له هغوى سره يې په ښوراندام کي د صنعتي پارکونو او فابريکو لپاره د اوږدمهال لپاره د برېښنا پر برابرولو بحث وکړى.
کندهار والي وويل چي د فابريکو فعاليت له يوې خوا د بې کاره خلکو سره مرسته کوي او له بلي خوا ددې ولايت په اقتصادي او امنيتي وده کي هم خورا مثبت رول لوبوي چي د فعاليت لپاره يې بايد هڅي زياتي سي.
د نن ورځي په دې دوه اړخيزه غونډه کي د کندهار ولايت شورا پر ټاکنو هم بحث وسو او کندهار والي وويل چي دغه ټاکني د ولس د استازو په غوښتنه تر راتلونکي هفتې پوري معطلي سوي دي.
کندهاري والي د PRT سره په نني مجلس کي همداراز د يو شمېر دولتي اداراتو لخوا پر اوږدمهاله پلانونو باندي هم بحث وکړ ى او په دې برخه کي يې د هغوى د کمي تجربې درلودل په ځينو مواردو کي د کارونو د ټکني کېدا سبب وبلل.
نوموړي زياته کړه چي ځيني داسي ادارې سته چي نسي کولاى په سمه توګه سره خپلي اړتياوي بيان کړي او له دې خاطره يې يوه اندازه کارونه د ځنډ او خنډ سره مخامخ وي.
هغه يادونه وکړه چي د نورو ذيدخله ارګانونو سره يې په ګډه د کندهار محلي موسيقۍ، نقاشۍ او يو شمېر نورو هنرونو ته د ودي ورکولو په هدف پر مشخصو پلانونو کار کړى چي په نژدې راتلونکي به پلي سي.
ښاغلي براين همداراز وويل دوى پلان لري چي سر له اوسه د برېښنا ترڅنګ پر يو شمېر نورو پروژو باندي هم خپل کارونه چټک کړي ځکه په خبره يې چي موده وروسته به يې فعاليتونه ډېر راکميږي او بيا به د ډېرو کاونو د کولو لپاره کاپي وخت او منابع شتون ونه لري.

________________________________________________
که څه هم چي اړوند چارواکي هغه که د ولايت په سطحه وي او که د وزارت، د کندهار د برېښنا د جوړلو له پاره خبري کوي خو په عمل کي ئې هيڅ نه په نيت کي دي او نې ( نه ئې ) کوي ځکه د کندهار د برېښنا رياست د تېرو څو مياشتو راهيسي بې رئېسه دئ او هغه له دې امله چي مرکزي ادارې د دې ولايت له پاره ځانګړي سوي پيسې په خپلو منځو کي سره وېشلي. چي په دې کي په کندهار کي هم يوشمېر لوړپوړي چارواکي ونډه لري .
د کندهار د برېښنا په رياست کي مو په دې اړه د يوه کس سره خبري کړي نوموړى وايي چي که د دې ولايت برېښنا سمه سي نو هغه په ميليونونو افغانۍ به بيا د دې ولايت د چارواکو جېب ته نه ځي چي اوس ئې د ډېزلي ماشينانو د ډيزولو څخه ترلاسه کوي .
له يوې د دې ولايت چارواکي د دې ولايت د اوسېدونکو حقونه خوري او له بلي خوا د اوبو او برېښنيا وزارت وزير اسماعيل خان دئ چي د دې ولايت سره د مور او ميرې چلند کوي او دې ولايت ته ځانګړي سوي په ميليونو افغانۍ ئې همداسي کنګل پاته کړي .