پر کام اير هوايي شرکت لګول سوى کار بنديز ليري کړل سو .
دغه بنديز د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پر ياد شرکت لس ورځي مخکي لګول سوى وو او تېره ورځ بېرته ليرل کړل سو.
د امريکا متحده ايالاتو د قوماندانۍ اړونده چارواکي وايي چي ياد شرکت به د کابل څخه تاجکستان ته قاچاق کول او دا د قانون خلاف يو کار دئ .
اړونده چارواکو له دې امله د دې شرکت سره خپل ټول کړي قراردادونه له منځه يووړل او ياد شرکت ئې په تور ليست کي شامل کړ.
د امريکا د دې پريکړي وروسته د کام اير هوايي شرکت مسئولينو ، د افغانستان او تاجسکتان حکومتونو هلي ځلي پيل کړې او ياد شرکت ئې بې توره ثابت کړ، او د امريکا حکومت هم د تور ليست څخه د ياد شرکت نوم ليري کړ .