کور / ترخې خبري / دلوی کندهارداطلاعاتو اوکلتور ریاست مسؤل نلري

دلوی کندهارداطلاعاتو اوکلتور ریاست مسؤل نلري

لوی کندهار دڅومیاشتو راهیسي داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست لپاره ریس نلري . اطلاعات اوکلتور یوډیرمهم اورګان دی ،ډیري فرهنګي اوټولنیزي چاري په دي ریاست پوري اړه لري خصوصا په اوس موجوده حالت کي چه زیاتي ږغیږي ،تصویري اوچاپی رسنۍ په دي ولایت کي فعالیت کوي اوداټولي رسنۍ ویوي هم اهنګۍ ته اړتیا لري اویوداسي یومحراق ته ضرورت لري چه هلته سره راټول سي اودستونزوهوارۍ ترلاسه کړي اوبل داچه داټولي خبري رسنۍ باید چه کنترول سي اووخت په وخت ددوی دکړنو ارزیابي وسي . خومتاسفانه داطلاعاتو اوکلتورپه ریاست کي دسرسړی نه سته .


که چیري  تیرو وختو ته نظروکړو نوداډول تشه هیڅ وخت نه وه راغلي ،ډیر کلونه وړاندي دغه ریاست  دمطبوعاتو مدیریت په نامه یادیدی اوپردي چوکۍ ډیرو دانشمندواوباتجربه شخصیتو کارکړی دی دهغو دجملي څخه مرحوم غلام محي الدین ایوبي ،مرحوم محمدابراهیم عطایی ،مرحوم اغامحمد کرزي اوپه راوروسته کي شهیدعبدالمجید بابی ددي ریاست چاري په ډیرصداقت اومتانت مخ ته یوړي ،اوپه هغه وخت کي دومره شمیر رسني نه وي صرف طلوع افغان اودکندهارتاریخي مجله ،دکندهار رادیو وروسته رامنځ ته سوه اوبیا دکندهار تلویزیون رامنځ ته سو ، طلوع افغان ورځپانه چه پخوا  هره ورځ دچاپه راوتله ،حتی دطالبانو په دورکي داورځپاڼه نه وه دریدلي ،خو اوسی داتاریخي ورځپاڼه په دي ورځو کي په ټپه ولاړه ده ،زموږیی رنګه عکسونه په کار نه دي بلکه هغه پخوانی خړ اخباري کاغذ دي وی خو هره ورځ دي وی او همدلته په کندهار کي دي چاپ سي .


دکندهار مجله چه ډیره پخوانۍ مجله وه او دډیرولوستونکو تنده په ماته وه  اوس بدبختانه نه چاپیږي ،موږ نه پوهیږو چه ولي دغه تاریخي مجله اوس نه سته  ،داطلاعاتو اوکلتوردریس دنه موجودیت په هکله هم اندیښنه لرو چه څه پیښه ده ؟  قحط رجال دی اوکه نور عوامل چه دامهمه چوکۍ په میاشتو تشه پاته ده .


همداکلتوردی چه دیوي ټولني یوه ښاراویومملکت پیژندګلوی کوي اودیوي ټولني رسم رواج نوروته ورپیژني ، داطلاعاتو اوکلتور ریاست مسولیت لري چه دپښتوژبه دبهرني یرغل څخه وساتي ،نن ورځ په کندهارکي داسي ډیري سرلوحي لیدل کیږي چه پښتو الفاظ یی لږ اوانګریزي الفاظ یی ډیر دي .


دلوی کندهار دوالي صاحب څخه هیله کیږي چه ددغي چوکۍ لپاره مناسب کس پیداکړي ، دکندهاري لیکوالو اودنظرخاوندانو ته هم ګیله لرم چه پټه خوله پاته نه سي ، زه داهیله لرم چه طلوع افغان دمولوی صالح محمد کندهاري اخبار اودکندهارلرغوني اوتاریخي مجله ډیرژر بیا دمینه والو ولاسونو ته ورسیږي.






د لراوبر يادښت:د اطلاعاتو او کلتور رياست د بې مسؤليتۍ بېلګي اوس ښار پر هر سړک او بازار ليدل کيدای سي ، ځيني بېلګي يې په لاندي ډول دي – د DW څخه په مننه.


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي


اطلاعات او فرهنګ خوبونه کوي