دنړۍ په ټولو ژبو کي خج (accent) فشار پر تورو باندي هرومرو سته؛ که فشار پر تورومراعات نسي که څه هم توري دخولې څخه سم راووځي اوږغونه دتورو هم هغه وي؛ خوڅرنګه چي فشار پرتورو سم نه وي نو دمخاطب سرنه په خلاسیږي .داځکه چي دژبي د پښوئې سره دګړي پر تورو فشار سم نه وو یاني دخج مراعات پر تورو نه دی سوی . دپره دۍ ژبي وینګ ئې داسي اداکړی لکه دخپلي ژبي ګړه . له دې لامله نو دتورو خج دهري ژبي چي وي باید په نظر کي ونیول سي . په هره ژبه کي مشابه توري سته چي ګرافیم (Graphem) ئي سره یو وي خو پر توروئې خج توپیر لري او د تورو ماناهم بدلون مومي . په ځانګړې توګه بیا په پښتو ژبه کي چي مشابه (analog) توري بېخي ډېر دي اویوازي ئي دخج له مخه توپیر کېږي . ځیني «انالوګ » توري په ږغ او خج کي خپل یو شی وي خو مانا دګړي ئې یوازي په جمله کي ښکاري . نو له دې کبله ویلای سو،چي ووایو: « انالوګ » توري په پښتوژبه کي پر درې ډوله دي . لکه :
لومړه :- مشابه ګړي چي په خج پوري تړلي دي او مانا ئې بدلون مومي .
دوېم : – ځانګړي مشابه ګړي چي خج ئې پرتورو یوشی وي،خو مانا بدلون مومي .
درېم : – مشابه ګړي چي هم خج غوړي او هم بېله دخج له توپیره دګړي مانا بدلون مومي .
الپ :- په خج پورتړلي ګړي لکه : « غوټه » چي په روښانه « ه » لیکل کېږي اوخج ئې د پای پرڅپې راځي، چي مانا ئې ده سر په اوبو ننه ایستلو ته وایي اوکه « غوټه » چي په نرمه « ه » ليکل کېږي او خج ئې پر لومړۍ څپې راځي، نومانا ئي ده دوه تاره سره تړل . بله بېلګه : « خره » په روښانه « ه » لیکل کېږي اوخج ئې دپای پرڅپې راځي؛ مانائې ده د« خرې » (مؤنث) . « خره » په نرمه « ه » لیکل کېږي اوخج ئې د سرپرڅپې راځي؛مانا ئې ده د خرو « جمع » . « شل » که مطلب دشمېر (۲۰) څخه وي نو خج دسر پر توري راځي اودروند ویل کېږي .
« شل » که د « ګوډ» څخه مطلب وي نو خج د پای پر توري راځي اوروښانه اوسپک ویل کېږي . دغسي بېلګي نوري ډېري سته .
دوېم :- ځانګړي مشابه ګړي . لکه : « يې » چي دمخاطب مفردفعل دی د « ول » مصدر څخه راځي، په پاړسي کي ورته «است» وایي لکه : ته په کور کي یې. «تودرخانه استی . » بل « يې » ده، چي ترډېره پوري دشخصي منفصل ضمایرو او دمتعدي مصدرونوسره راځي حالت مفعولي جوړه وي . لکه : زه يې ووهلم، ته يې ووهلې، دی يې وواهه، دایې ووهله . او حالت فاعلي يې : زه يې خورم، ته یې خورې، دی یې خوري، دا يې خوري . د ضمیروسره يې لنډیز : زې خورم، تې خورې، کې غواړې . دميرزاحنان له کلامه : داګوهر به دي په کارسي کېپه غوږکړې + + درته وکړه حنان څه ویل ملېح «کې » دحنان په شعرکي لنډیز دی «که ئې» په غوږ کړې .
ددې لپاره چي دفعل او ربطي حالت یا«غایب ضمیر» توپېر موکړی وي نو ښه به دا وي،چي ارتباطي « یې » یا «غایب ضمیر» داسي ولیکل سي،چي ښاغلي (محمدهارون خپل ) په (کره کتنه که کره کږنه) مقاله کې داسي « ئې » لیکلې ده، چي توپیر د«يې» «است» په پاړسي کي او «ئې » ضمیر متصل غایب مفرد او ارتباطي حالت مشابهو سره وسي . بله بېلګه : « ده » یوار دغایب مذکر مفرد ضمیر شخصي دی . « ده وویل .» — « دا په کور کي ده . » — دغه « ده » دمؤنث غایب فعل (کړنه) ده، چي د « ول » مصدر څخه راځي . د دې ګړي پېږانده یوازي په جمله کي کېږي . بله بېلګه : « دی » دغه مشابه یوار دغایب مذکر مفرد ضمیر دی .- « دی راغی . » او بیا « دی » فعل دی، چي د « ول » مصدر څخه راځي . « دی کور ته تللی دی . » د دغي ځانګړي مشابه توپير شاغلي استاد « محمد معصوم هوتک » کړی دی . چي ضمیر ئې پرخپل هال پرې ایښی خو فعل ئې په همزه والا « ئ » لیکلی دی . یاني « دی پر کور دئ . » اوس کې سړی وګوري نو دګرافيم له مخه ئې پېژني دغسي لیکل ئې ښه بولم . بله بولګه : « پاس » مانائې لوړ، پورته، اوچت ده . بیا « پاس » مانا لري د لحاظ، مراعات یاني « دی دچا پاس نه لري یا نه کوي . » د دغه مشابه توپیر یوازي په جمله کي کېږي .
درېم :- مشابه ګړي چي هم خج غواړي او هم بېله دخج له توپیره دګړي مانا بدلون مومي . لکه : « پرته » په نرمه « ه » لیکل کېږي اوخج ئې پر لومړۍ څپه دی نو د«آدات » (Preposition) څخه دی، چي دلته ئې مانا ده « بېله » په پاړسي کي ورته
( بدونی ،بغیر) وایي . « پرته » په روښانه لنډه « ه » لیکل کېږي او خج ئې دپای پر څپې راځي، چي دلته د مؤنث ( ښځينه ) ستاینه ده او د «ولاړ » ضد دی . لکه : ( رنګینه پرته ده یاني غزېدلې ده، ولاړه نه ده . )
« پرته » په نرمه « ه » لیکل کېږي اوخج ئې پر لومړۍ څپه راځي، یوه ستاینه ده مانا «بدویل »یاني ښرا ده . لکه چي وايي : « مخ دي پرته سه مانا مخ دي ورک سه . » بله « پرته » په نرمه « ه »ویلکېږي اوخج ئې پر لومړۍ څپې دی . یاني په تبه کي ناسمي خبري کول دي،چي په پاړسي کي ورته «یاوه ګوئي» وایي . دمیرزا حنان له کلامه : کې خبري کړې دوې سترګي خودبخون ++ عجب نه ده پرته وایي تل بیمار
بله بولګه : « جوړه » په نرمه « ه » لیکل کېږي او خج ئې پر لومړۍ څپه راځي، چي مانائې ده « سوله،روغه » اوستاینز نوم دی . « جوړه »په روښانه لنډه « ه » لیکل کېږي اوخج ئې د پای پر څپې راځي نو مانا ئې ده د «ناوي کالي » اومرکب« نوم » دی . « جوړه » په روښانه لنډه « ه » لیکل کېږي او خج ئې د پای پر څپې دی . مانا ئې ده « غبرګ، جفت » دوه سره یو ځای . دساري په توګه : « دوي جوړه سره تله . » او نور ډېر .
دغه ږغتوري او خج دی، چي د فونيتیک (Phonetik) له مخي د پښتو ګړو دسم لوستلو بنسټ جوړه وي؛ څرنګه چي مو په پورته یو څو بولګو کي ولیده . ږغلرونکي توري په زاړه ګرامر (ژبښود ) کي ئې څلور ښوولي دي ( ا – و – ه – ي ) او ښاغلي محمود ( مرهون ) پخپله « دواول فونیم ارزښت د کلمې په اخیرکي » د لروبر په ویبپاڼه کي اووه معمولي واولونه ( آ – ه – ي – ې – و – و ) ښوولي دي . ښاغلي « مرهون » په خپله دغه لیکنه کي د فونولوژیکي له مخه چي
د لینګویستیک (k Linguisti) یو خپلواکه دیسپلین دی؛ خپل دغه نؤ مدرنه «پوښویه » ئې په ښه ډول سره څېړلې ده . دغه ږغتوري یا واولونه (Vowels) ما پخپل « ژبښود » کي دوولس « ۱۲ » ښوولي دي . چې « الپان » دوه دي . لکه « آ – ا ». « الپ همزه » په پښتو لیکنه کي نسته دغه یو عربي توری دی، چي عرب ئې په ځانګړې توګه استعماله وي . « الپ همزه » يو خوځند توری دی، چي په عربي ګړو کي راځي کله دګړو پر سر کله دګړو په منځ او کله د ګړو په پای کي راځي . دغسي ګړي په پښتو کي موږ نه لرو او ادا کول ددغسي ګړو وپښتنو ته څه ستونز من وي . هغه عربي توري چي « همزه ء » لري : لکه : رئیس،متأثر،لؤلؤ،متأهل، سؤال، مؤنث، مؤلف،تألیف،مؤدب،مأنوس،ماء،مائت او دغسي نور ډېر . ځيني د پښتو توري هم همزه غوندي توری پر سرلري؛ خو دا په دې مانا نه ده چي همزه ئې وویل سي؛ خودغه همزه دتورو پر سر د تورو د پېژندو لپاره راغلی، چي د فونيم توپیرئې ښیي . لک: ( ځ ) ، ( ؤ )او ( ئ ) د دغو واولونو فونیم اوګرافیم اوس په ښه ډول څرګندیږي . «مد» لرونکی « آ » دغه « الپ » د دوه عربي زورو ژغ لري . لکه « آس »، « آغېزه »،« آغلي »، « آغېړ »، « آزموینه »، «آړودوړ »، « آر » او دغسي نور ډېر . بل وچ « الپ » « ا » دی .خو ځیني به دغه « ا » همزه بولي خوپه پښتو کي « همزه » نسته ؛ نو دغه وچ « الپ » په سر او پای کي د تورو راځي، چي یونیم وار دعربي « زور َ » ږغ لري او دمخ دتوري ږغ پورته کوي . لکه : انا، ابا، اکا،ماما،بلا، کلا، ژړا، خندا،غوا،کار، انار، انګور،سنډا،منا،ورا — او دغسي نور ډېر .
لس نور« واولونه » (Vowels) لکه : درې (واوونه » (و )، دوې (هې ګاني ) (ه) او پنځه (ي ګاني ) (ي) .دا ټوله ږغلرونکي توري دي، چي هر یو خپل پرځای یو خپل واک فونیم (Phonem) دی او ځان ته ځانګړی ږغ لري . دلته د ( و) ږغونه اوبڼه ئې ښه یو. « و» په پښتو کي په درې ډوله دی . لکه : لومړی :- لنډ سترګوالا « و »چي خپل دمخ دتوري ږغ لنډ او سپک ادا کوي . دګړي په منځ او پای کي راځي لکه په منځ کي د تورو : انګور «angur »، لور « lur»،نور «nur »،تربور «tarbur »، پتور « patur »، ګور «gur »، تنور « tanur»او نور . دتورو په پای کي : تالو «talu»، الو «alu »، شفتالو «shaftalu »، کندو « kandu»، خو « chu» ځو،تړو او نور .
دوېم :- اوږد بې سترګي « و » دغه « و» خپل دمخ توری اوږده وي ؛ په منځ او پای کي دتورو راځي . لکه : مور « mor»، خور « chor »، لور (اله ) « lor »، ورور « wror »، زور « sor » ډول « dol» او دغسي نور. په پای کي دتورو :
زانګو «sango » ، هو « ho »، شادو « shado»، بیزو « bis-so » په ختو« pa chato »، ښارو « sharo » .
دریم :- نرم همزه والا « ؤ » دغه « ؤ » د « اؤ » ږغ ورکوي، چي په منځ او پای کي د تورو راځي لکه : دؤر « daur»، ځؤر « zaur »، خؤرې « chaure »، مور « maur»، ډؤل « daul»،واو « wauw »اونور.
په پای کي د تورو لکه : لؤ «lau »، سؤ «sau »، پلؤ « plau»، اؤ «au »، کټؤ « ktau »،کنډؤ « kadau »، نؤ «nau » او نور . اوس که مشابه توري سره ولیکو په توپير بې وپوهیږو . لور اؤ لور، نور اؤ نور، ډؤل اؤ ډول، مؤر اؤ مور اودغسي نور.
په پښتو کي « هې ګاني » « ه » دوې دي .
لومړی :- روښانه ښکروکې « ه» دغه « ه » خپل دمخ توری روښانه اؤ سپک اداکوي، چي په پای کي د تورو راځي . لکه : پخه،مڼه، پښه،بڼه، اينه، هندوانه،غوټه، ورځه، ترخه،خره ، جوړه،مړه،بيده، زړه، روژه، بوزه ، واړ ه او نور.
دوېم : – نرمه ګردې « ه » ودغي « ه » ته د ږغ له مخي ورته نرمه « ه »چي خپل دمخ توری نرم او دروند اداکوي او دګرافیم ( Graphim) له مخه ورته ګردې « ه » وایو. په پای کي د تورو راځي لکه : ښه، واښه، غوټه، ونه، بڼه،ورځه،خره، مړه، زړه، واړه، جوړه، زاړه او دغسي نور . اوسې مشابه توري سره ګورو : [خره — خره ]، [ غوټه– غوټه]،[ بڼه—بڼه]،[ زړه— زړه]، [جوړه– جوړه]، [مړه– مړه]، [ واړه — واړ ه]، [ورځه — ورځه ] او دغسي نور . په پښتو ژبه کي په سلهاوو دغه سي مشابه ګړي سته،چي دخج په مرسته ئي مانا څرګنديږي اوهم همږغي ګړي چي په فونېتیک (Phonetik) کي ورته هومونېم (Homonym)یاني همږغي ګړي چي جلامانا لري وایي . لکه : «سر» دبدن غړی دی . بیا « سر » پیل ته هم وایي دساري په توګه : یو ئې سر کوي؛ بل ئې پای کوي؛ یاوایي : سروبر ئې نه دئ ښکاره . دلته سر په دواړو ځایوکي پيل ته وایي .
بله بولګه : « تاو » تؤښ، تؤدوخی،ګرمي،حرارت ته وایي . « تاو » بیا زور،کړکېچ،پېچ،جنجال ته وایي . دساري په توګه : خبرویي تاو واخست یا د دوی په منځ کي تاو تریخوالی راغی .
« د» آدات دی اضافي حالت (Genitiv)جوړه وي . لکه : د احمد کتاب . دلته « د » اضافه دی او احمد مضاف الیه او کتاب مضاف دی . د انور کور . دپلار کتاب ؛ دلته هم « د » اضافه دی . «د» آدات ارتباط (Prepositio)هم دی . دلیدو وړ دی . دلته «وړ» ته دلیدو سره ارتباط ورکوي . خوترمخ موهم دخج په بیان کي دغسي مشابه توري تشریح کړي دي .دلته مود فونېتیک له نظره یوار بیا و څېړلې .
دپنځه « ي ګانو » مفصله شرحه ښاغلي استاد محمد معصوم « هوتک » د لروبر په غوښتنه په هغې ویبپاڼې کې کړې ده چي ډېره په زړه پوري ګرامري تشریح سوي دي،چي زې دلته بیااړین نه بولم .
لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
ا:- ویکيپېدیا
ب :- پښتوګرامر جزء اول پوهان صدیق الله «رښتین » ۱۳۵ مخ
ج :- «کره کتنه که کره کږنه» دمحمدهارون «خپل» مقاله په لروبر کي نېټه : ۲۷ـ ۱ـ ۲۰۱۳ م ک
د: – «دواول فونیم ارزښت دکلمی په اخیر کي» د محمود «مرهون» مقاله په لروبر کي ۶ـ ۱ـ ۲۰۱۳ م ک
هـ : – دپښتوژبښود(دپښتوګرامر) مؤلف محمدسرور وکیلي ۱۱۰ تر ۱۱۲ مخونو پوري