د کندوز مرکززاخیلوپه سیمه کې ۳۰ کلن پلار د بیوزلې اونیستې له کبله خپلې لور پلورلو ته چمتودی.
سیف الله چې ۳۰ کاله عمر لری اود لسو اولادونو پلار دی د کندوز ښار مربوط زاخیلوپه سیمه کې په یوه کیږدی کې د بیوزلې شپې او ورځې تیروی، نوموړی وايي (( دڅو ورځو پرله پسې هڅو سره سره ندی توانیدلې چې کارومومې ترڅوخپل اهل وعیال ته ورباندی یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړئ.)) نوپه وینا مجبورده چې خپله لور وپلوری اونورو کوچینانوپری خوړو امکانات برابرکړئ.
همدغه نوموړی وايي د خپلې بیوزلې په اړه يي د یوشمیرخیره دولتې اونادولتې ادارو سره موضوع شریکه کړی خوچايي په اړه غوږهم ندی ګرولی، هغه په خیریه ټولنو نیوکې ترڅنګ وویل هغوي خپلې موخې لری له غریب اوبیچاروو سره مرستې نه کوي.
د ۹ کلنۍ انجلۍ مورد خپل خاوند سره د پیسوپه مقابل کې دلور پلورو باندی راضې نده نوموړې وايي اقتصادی حالت يي خورا خراب دی نشې کولای چې نورو اولادونو ته خواړه برابره کړئ نوځکه په خبره يي لور باید قربانۍ ورکړی.
د کندوز سیمه ییز مقامات وايي دوی به د یادی بیوزلې کورنۍ سره مرسته وکړی ترڅو د پیسوپه مقابل کې خپل اولاد ونه پلوری، د کندوز والی محمد انور جګدلک وویل ترممکنه بریده به هڅه وکړه چې ددی کار مخه ونیسې اوله اړونده خیریه موسسوسره به موضوع همغږۍ کړی ترڅودغه بیوزلې کورنۍ سره مرستې ترسره کړی.
دا یوازې کندوز نه دی چې دبیوزلې له امله په کې افغانان خپل اولادونه د پیسوپه مقابل کې پلوری بلکه د هیواد په نورو ولایتونوکې هم ورته پیښورپورټونه ورکول شویدی.
د یوشمیر خپلواکه ادارو د سروی اوګزارشاتوپربنسټ ډیری افغانان د فقرکرښې لاندی ژوند کوی، بیکارې بله ننګونه ده چې د کندوز ولایت ګڼ شمیرځوانان اوسړی ورسره مخ دی.
دیاد ولایت یوشمیراوسیدونکې وايي د ۶۰۰ میلیاردوډالروپه لګولو سره سره اوس هم ډیری افغانان د ژوند بد حالت لری. دیو شمیرشننونکیو په خبره اداری فساد،کمزوری مدیریت ددی سبب شوی چې افغانستان سره ډيری بهرنۍ مرستې دڅوځانګړو اشخاصوبانکې حسابونو ته لاړ اوعام افغانان په ورته بدحالت کې ژوند کړئ.