د ټول هيواد په كچه په ۲۰۱۲ م كال كي په جنوب لويديځه حوزه كي د پوليو يا فلج ۷۵ فيصده پيښي موجودي وي چي روغتيايي كاركوونكي يي په بشپړ له منځه وړلو كي پاته راغلي .
كه څه هم په ټول هيواد كي د پوليو يا فلج پيښي سته خو د كندهار د عامي ورغتيا د رياست مسولينو خبر وركړ چي په ۲۰۱۲ م كال كي ۷۵ فيصده پيښي په جنوب لويديځه حوزه كي موجودي وي چي ۱۱ يي په كندهار ، ۱۱ په هلمند او ۲ په روزګان ثبت سوي دي چي دوي يي په مخنيو كي پاته راغلي دي .
ډاكټر پخلا زياته كړه چي زيات مهال ناامنيو ، بي ځايه مداخلو ، نه همكاري ، په ځينو ولسواليو كي ستونزي ، د پروسي سياسي انګيرنه هغه ستونزمن لاملونه دي چي د فلج يا ګوزڼ د ناروغي د مخنيوي د كمپاينونو پرمهال ورسره مخ دي .
په كندهار كي د عامي روغيتا در ياست مسولين وايي چي په ۲۰۱۱ م كال كي په ټول هيواد كي ۶۲ د فلج پيښي ثبت سوي چي ۳۵ يي په جنوب لوديځه حوزه كي وي .
دوي وايي نړيوالي ټولني ورسره ژمنه كړي چي په روان كال كي به ددي ناروغي په مخنيو كي جدي كار كوي .
داچي په روان كال كي به د فلج د پيښو كچه لوړه سي كه تيټه او په مخنيوي لپاره به څومره كار وسي دا پوښتني به وخت ځواب كړي .