د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنې د خپلو غونډو تر څنګ دا ځل د نړۍ د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سیرت مبارک په ویاړ یوه شانداره غونډه د افغانانو په جامع جومات کې تر سره کړه.
غونډه د یکشنبې (یوه نۍ) په ورځ د فبروري په دریمه نیټه له غرمې وروسته په دوه بجو قاري محب الله د قران عظم الرشان د څو مبارکو ایاتونو په تلات سره پېل کړه.
ورپسی مولوي حفیظ الله، قاري حسین احمد یوسفزي، قاري عزیزالله، حاجي محمد هاشم او نورو په وار سره د سرور کاینات محمد (ص) په هر اړخیز ژوندانه او هغه ستونزې چې د خپل امت لپاره ګاللي وې خبرې وکړې او د هغه له امتیانوڅخه یې غوښته وکړه تر څو په پوره ډول د ستر لارښود په لارښوونو عمل وکړي.
دیني عالمانو په خپلو خبرو کې محمد رسول الله (ص) د نړۍ لوی شخصیت، سیاستمدار، عالم، مبلغ، عادل، مینه ناک او د لوي حوصیلې خاوند وباله او د کړاوونو، ناخوالو او بدبختیو د پای ته رسیدو یوازینی لاره یې د رسول الله (ص) د لارښوونو عملي کول وبلل.
د غونډې دوهمه برخه نعتونو ته ځانګړې شوی وه چې هر یو شاهدالله نانیخیل، قاري عبدالتواب واصفي، قاري محب الله، قاري عزیزالحق سادات، شاکرالله نانیخیل او نورو په خپلو خواږو آوازونو دغونډې په ګډونوالوکې له سترلارښود سره په زړونوکې شته مينه په جوش راوسته.
ورستۍ برخه د ماښام ډوډۍ لپاره ځانګړی شوی وه چې د افغانانو کلتوري ټولنې لخوا برابره شوی وه. په یاده ناسته کې د سلو څخه زیاتو کسانو برخه اخیستي وه او د دریځ چارې قاري عزیزالحق تر سره کولې.
غونډه د نړۍ او افغانستان د مسلمانانو اتفاق، ورولۍاو سولې په دعاګانو سره دماسختن په اته بجو پای ته ورسیده.